دننګرهاردپښتنو ځوانانو د غندي پیغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 31805
م ( عمرخیل)
دخبریدو نیټه : 2010-01-06

په ډیر خواشینې سره باید ووایو چې د کلتور وزارت یو ځل بیا د پښتنو قسم خوړلویو دښمنانو ته په لاس ورغی .
مخدوم رهین چې د ایران سره په  وفادارۍ او د پښتنو سره په دښمنې کې ډیر زیات شهرت او مقام لری ، یو ځل بیا د کرزی په وړاندیز  د پارلمان دخرص شویو وکیلانو له لوری دغه مقام ته ورسیده . 
د کرزی په دغه شاه شجاعی او کارملی نظام کې  ددغه خاموش اکثریت پر وړاندې دزرګونو جنایتونه ترڅنګ د رهین بیا ټاکنه یو بل ستر او نه بښونکی جنایت دی .
کرزی چې تل  د پښتنو پر رایو او ککریو د خپل بقا لپاره ډیرې لوبې کړی دا یی بله خطرناکه لوبه ترسره کړه .
د رهین ټاکنه لکه پر مظلومو فلسطینیانو د یهودې رژیم د جنایتونو مشابه اعمالو پر څیر غندو ، د کلتور په وزارت کې د ایرانی پلوه اشخاصو لخوا د افغان ژورنالست احمد ضیا بومیا سپکول په سختو ټکو غندو ، فاشیست رهین ته  د ننګرهار د اطلاعاتو کلتور ریس  درباری چاپلوس اورنګ صمیم د مبارکې پیغام د ننګرهار د ولس سره ستره  جفا بولو، د کرزی او د پارلمان د خرص شویو وکیلانو دغه اعتماد د تاریخ د پاڼو توره دوره بولو او د پښتنو د اتحاد او اتفاق غوښتنه کوو .
مننه

د ننګرهار غیرتی او پر پښتو ولاړ ځوانان