دعوت خپرونه چاپ شوه
د دعوت ملی خپلواکې خپرونې نوې ګڼه چاپ شوه
دعوت چې په دا تیرو ۱۷ کالو کې د ناروې د هیواد نه په پښتو، دري او انګلیسی ژبو خپریږي. وروستۍ ګڼه پر له پسې ۱۷۳ او ۱۷۴ مه ګڼه یې اوس د چاپه راووته. www.dawatnet.com
په دې ګڼې کې یو زیات شمیر په زړه پورې مطالب خپاره شوی چې سرلیکنه یې په دې ډول ده:
سرليکنه editorial
په هيواد کې رشوت، ورځنۍ چارې
او د ملي ټولنې جوړول
په وروستیو دوه نیمو لسیزو کې په افغان ولس ډیر څه راغلل چې شونې نه ده ټول دلته یاد شی. مختلف رژیمونه راغلل او لاړل، جنګونو، ورور وژنې او وطن ورانولو نه نیولې د وطن ترخرڅولو پورې، لنډه دا چې په دې دوه نیمو لسیزو کې افغان ولس په خپل پوټکی دا عذابونه وګالل او دا لړۍ لا اوس هم روانه ده.
د طالبانو د پرځیدو وروسته په هیواد کې د پردیو قواو د شتون په څنګ کې سره د دې چې ډیر ځله د دې زمینه برابره شوې چې د ملی او غښتلي مرکزی حکومت د جوړیدو بنسټ کیښودل شی خو د دې کار له پاره ډیر ورو ورو قدمونه پورته شول او پورته کیږي.
په افغانستان کې حکومتی چوکۍ د سیاسی مصلحتونو له مخې وویشل شوې، د ولسمشرۍ لپاره ټولټاکنې وشوې چې د ولسمشر د ټاکل کیدو وروسته هم کوم لوی بدلون تر سترګو نه شو او د پخوا په څیر ډیر ورو ورو قدمونه پورته شول او د هیواد د بیا ودانولو چارو یوه زیاته برخه کورنیو او بهرنیو خیریه موسسو ته پریښودل شوه.
د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو زیاته مرسته او بهرنی اسعار افغانستان ته ورکړل شول. خو د دومره مرستو تر څنګ لوږه او د عام افغان وګړي بیوسي په خپل ځای پاتې ده او یو محدود شمیر خلک د بیشمیره ډالرو، موټرو او کورونو څښتنان شول.
په دولتی دوایرو کې د رشوت اخیستل عام او تر دې حده ورسیدل چې بې رشوت او واسطې هیڅ کار شونی نه دی. رشوت او د رشوت بازار په ټول افغانستان کې د کابل د ارګ نه نیولې د یوې لرې پرتې وړې علاقدارۍ پورې غزیدلی دی. یو خوا د خیریه موسسو (انجوګانو) معاشونه او بیحسابه ډالرې او بل لوری ته دولتی مامورین او کارکوونکی د دوئ لږې تنخواه ګانې او په دې ډول ټول د ژوندانه په سیالۍ کې هڅه کوی چې یو د بله مخکې شی او د افغانستان د عامو وګړو نه د پوستکو په ویستلو کې خپل ځانونه څربه کړي.
د افغانستان په شان هیواد چې ۲۵ کلنو جګړو یې هر څه د منځه وړی دی، حکومتی او دولتي بنسټونه ړنګ شوی دی، ملی اردو، ملی پولیس، ښوونه روزنه، روغتیایی خدمات لنډه دا چې هر څه د جنګ جګړو او د بهرنیو د لورې د تپل شوو جګړو خوراک شوی دی.
نو د دغه ملی بنسټونو د جوړولو او بیا فعالولو له پاره رشوت او واسطه د سرطاني غدو حیثیت لری، نو که د رشوت بازار د مشره تر کشره همداسې ګرم وی دا به ناشونی وي چې په نزدې راتلونکې کې افغانستان د دې جوګه شی چې په خپلو پښو ودریږي او موږ د نړیوالو د بیحسابه مرستو سره سره د یو بسیا او پرمختللی هیواد څښتنان شو.
رشوت او واسطه وه او په غوڅ ډول یې ورکول ناشونی دی خو په اوس وخت کې د ورکوټی تر لویه کاره هر څه د رشوت په واسطه پرمخ بیول د افغانستان له پاره د ځانوژنې پرته بل څه نه دي!!!
دا به راتلونکې جوته کړی چې د رشوت د ورکولو په اړه افغان ولسمشر خپلې کړې ژمنې او د افغان ولس غوښتنې تر سره کوي او که د پخوا په څیر پرې سترګې پټوي!!!؟؟؟