د بګرام د زندان په اړه د طالبانو خبرتیا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 32097

دخبریدو نیټه : 2010-01-16

د بګرام د زندان په اړه د طالبانو خبرتیا

د طالبانو ډلي د امریکايي ځواکونو له لوري افغان ملي اردوته د بګرام د زندان د سپارلو په باب اعلامیه خپره کړي ده.
دغې ډلي دغه معامله په نوي نامه د زوړ  جنایت دوام بللي.
طالبان وایې چې په دغې معاملې سره داسي څرګنديږي چي پدي عمل سره امريکايان غواړي د روسانو د وخت د پولي ګون ياد يوځلي بيا تازه کړي  او ددي زندان  واګي هم د پولي ګون پخوانيو قصابانوته په لاس کي ورکړ چی، دتیر په څیر دخپلوفکری،لسانی،سمتی او...عقدو به درلودلوبیاهم دابیوزله افغانان وکړوی .
 مونږ د سپيني ماڼي په چارواکو او دبشر د حقوقو په سازمانونو غږکوو چي د افغانانو په وياړلي خاوره کي د يرغلګرو له خوا د پټو او ښکاره زندانونو موجوديت يو ظالمانه او غير انساني عمل دي ، بايد ژر تر ژره  دغه استعماري عمل پاي ته ورسيږي. د واک د سپارلو په نوم دي  د افغانانو او نړيوالو په سترګو کي خاوري نه اچوي او نه پداسي هڅو سره دغه کرغيړن عمل توجيه کيداي شي.
البته ددوي دغه عمل به  هم ،  ددوي د نورو بشر ضد اعمالو په شان،  د واشنګټن او ديموکراسي  په ټنډه يو تور داغ پاته شي او افغانان به وهڅيږي چي د خپل ټاټوبي د خپلواکي په لاره کي نورهم متين او چټک ګامونه واخلي.