د پنج شنبې په ورځ د مرغومې په ۲۴ نېټه د لوړو زده کړو د وزارت له خوا دریو پوهنتونونو ته رسمي جواز ورکړل شو. د دغو دریو پوهنتونونو په ډله کې یو کاروان وؤ چې مخکې یې د لوړو زده کړو د مؤسسې، لنډ مهاله انستیتوت او ښوونځي په بڼه په کابل کې فعالیت درلود او دا دی اوس د لیسانس په ورکولو یې هم لاس بر شو. دغه پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو، اقتصاد او کمپیوټر ساینس پوهنځي لري چې بهرني او کورني تکړه ښوونکي په کې د تدریس چارې پرمخ بیايي.
په هغه ناسته کې چې د افغان کلتوري ټولنو د جرګې سره شخصي پوهنتونونو درلوده د دغه پوهنتون رئیس سیدجاوید اندیش وویل چې دی به خپلو ښوونکو ته وايي چې درسونه په پښتو ژبه ورکړي او که چېرې کوم درس په انګریزي وي نو د دوی ښوونکي به یې په پښتو ته ژباړي.
دغه پوهنتون په هېواد کې د ۲۲ پوهنتونو په منځ کې یو بل ستوری دی چې په ښه توګه وځلید موږ د لوی څښتن تعالی څخه غواړي چې زموږ دغه شان هېوادالو د پښتو ژبې د ودې او پراختیا لپاره خپل درسونه په پښتو ژبه وړاندي کړي دغه لړۍ به د پښتو ژبې د علمي کېدو په برخه کې لویه لاسته راوړنه وي.
زه د دغه پوهنتون په جوړېدو د پوهنتون چارواکو، ټولو پښتنو او افغانانو ته مبارکي وړاندې کوم او په دو هیله یم چې دغه پوهنتون د پښتنو د ښوونیزو چارو ستونزې هوارې کړي.
په درنښت