د كندهار مجلي د ۱۳۸۴ كال لمړي ګڼه چاپ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3254
خليل الله سروري
دخبریدو نیټه : 2005-07-15

 د كندهار د اطلاعات ، كلتور او ګرځندوي رياست دوه مياشتينۍ علمى ، تاريخي ، ادبي او ټولنيزه مجله د "كندهار “ په نامه د ۱۳۸۴ كال د ورى او غويى د مياشتو پرله پسې ګڼه په ۱۰۸ مخو كي نوي له چاپه را ووته چى لاندي مضامين او مطاليب پكښي دي .

ژوند او پسرلى ( دارواښاد مولانا محمدشاه ارشاد)
سونا بي بي ( فاضل استاد اكاډميسين علامه رشاد بابا )
احمد شاه ابدال دستر تابه پر لاري ( ډاكټر عبدالرازق پالوال )
4. داستاد پسرلى شعرونه او په هغه كښي پښتو نيګه لغتونه ( عبدالمجيد بابي)

امير عبدالرحمن خان او دهغه اندونه ( پوهنوال رسول باوري / هالينډ)
6. علامه حبيبي په پښتو كي د ادبي تحليلونو بنسټ ايښودونكي (عبدالقديم پتيال)
وجدان يا ضمير ( د عبدالمالك همت ژباړه)
دجهاني په وياړ غونډي ته دكندهار د اطلاعاتو كلتور او ګرځندوى د رئيس ښاغلي عبدالمجيد بابي د وينا متن
جهاني د استعاراتو ، تشبيهاتو ، كنايو او سمبولونو شاعر ( ډاكټر طارق رشاد )
د عبدالباري جهاني شعري ژباړي (عبدالقديم پتيال )
دكاكړو ټبر ( حيات الله رفيقي )
دسدوزو تاريخ ( عبدالروف رفيقي/ كوټه)
حقوق او دندي ( د محب الله اسحاقي ژباړه)
دحضرت محمد (ص) خرقه په كندهار كي ( د عبدالتاب بالاكرزى ژباړه )
د ميوند فاتح ( دعبدالنافع ثنا ژباړه )
غوره اخلاق ( وږمه همت اسحاقي )
او همدارنګه نوري ليكنى او شعرونه پكښي ځاى پرځاى سوي دي.

د كندهار د مجلي سره په لاندي پتو اړيكي ټينګولاي سى.

د تليفون شميرې: ۳۰۰۱۴۴۰ - ۰۷۰۳۰۰۰۲۴

دبريښناليك پتي : Kandahar_Majala@hotmail.com
Kandahar.Journal@gmail.com
پته : دكندهار د اطلاعات ، كلتور او ګرځندوي رياست - كندهار

د كندهار مجلي لمړي ګڼه