په هالند کی د افغانی کلتوری ټولنی پیغام
۱۶-۷-۲۰۰۵
ارواساد میرزاعلم حمیدی زموږ د هیواد یو ډ یر پیاوړی لیکوال او شاعر له بدهمرغه د ۱۳۸۴ هجری لمریز کال دغوایی (۱۳۸۵ د می) په میاشت کی د زړه د ناروغی له امله به هالند کی له بشری نرۍ سترګی پټی کړی. دد به ناڅابی او بی وخته مړینه ګڼ شمیر هیوادوال ، فرهنګیان او په تیرهبیا په هالند کی د افغانی کلتوری تو لنی غړی زیات غمجن شول.
نوموړی چی به هالند کی دافغانی کلتوری تولنی له موسیسینو ګڼل کیده ګڼ شمیر ګتور اثار لیکلی ، ژباړلی او د پښتو ژبی او افغانی کلتور به وده کی یی به دیر اخلاص نیږدی ټول عمر ونده اخیستی ده.
اوس چی نوموړی زموږ به منځ کی نشته د هغه یاد ژوندی ساتل او د هغه په ارزښتمنو لیکنو د قلم د خاوندانو لیکنی او ارزونی یو د ستاینی وړ کار دی.
موږ خوښ یو چی په جرمنی کی د افغانستان د کلتوری ودی تولنی د خپلو کلتوری نه هیریدونکو خدمتونو په ل ړ کی
دادی د ارواښاد حمیدی به یاد غونده جوړوی.
موږ به داسی حال کی چی د نوموړی تولنی دی کارته د قدر به سترګه ګورو ورسره خبلی مرستی شریکوواو ملاتړ یی کوو.
په هالند کی افغانی کلتوری تولنه یو ځل بیا به جرمنی کی د افغانستان د کلتوری ودی تولنی ته به دی کار او نورو فرهنګی هڅو کی د لا زیاتو بریو هیله کوی.
به هالند کی د افغانی کلتوری تولنی د مشرتابه جرګه