دتوکل بابا ادبي ،فرهنګي اوکلتوري ټولنې له خوا دخواشينۍ پيغام
په ډېره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د پښتونخواه ستر شاعر، ليکوال، سياست پوه او مبارز شخصيت اجمل خټک د دي فاني نړي څخه سترګي پټي کړي.
انا لله انا اليه راجعون
ارواښاد اجمل خټک چي يو انقلابي شاعر او هڅانده ليکوال، د نيمي پيړي څخه ډېر کلونه د ولس د ويښتابه او د خپلواکۍ غوښتونکي غورځنګ د مشرانو څخه ګڼل کيږي، د ښکيلاک او پوځي واکمنانو پر خلاف ېې جيلونه او جلا وطنۍ ګاللي خو د خپل مقدس او ملي هيلو څخه ندى پر شا شوى.
خټک صاحب يو حساس پياوړي شاعر او ليکوال او تل د افغان ولس ريښتني دوست او خواخوږی ؤ چي آثار ېي په افغانستان او پښتونخواه کې د ولسونو او نوي نسل د منلو او احترام وړ او پيړي پيړي وروسته به هم په ولس کې خپل مقام ولري.
د توکل بابآ ادبي،فرهنګي او کلتوري ټولني مشرتابه پلاوي او ټول غړي د ارواښاد اجمل خټک مړينه يوه ملي او لويه ضايعه بولي، ارواښاد ته جنت الفردوس، کورنۍ، علمي او فرهنګي ټولنو او ټوله پښتونخواه ته د خواخوږۍ مراتب وړاندي کوي او د خداي (ج) د دربار څخه ټولو ته د زړه صبر غواړي.
روح دي ښاد وي.
په درنښت،
سيدالياس (صداقت)
دتوکل بابا ادبي،فرهنګي او کلتوري ټولني مشر
دنظراباد علمي او كلتوري ټولنې د ډاډګيرنې او خواشينۍ پيغام
په ډېرې ډېرې خواشينۍ سره خبرشو چې نوميالى شاعر ،مشهور ليكوال تكړه سياست پوه او دپښتون قام او پښتو ژبې مبارز خادم ارواښاد اجمل خټك داجل داعي ته لبيك ووېلې .انا لله وانا.اليه راجعون
ارواښاد خټك دخپل لالهانده ژوند هره شېبه دپښتون قام ، پښتو ژبې او پښتنو دخاورې دپرمختګ او خدمت لپاره وقف كړې وه .
دپښتنو لپاره پښتونستان، په پښتون كې دسياسي شعورموندل او دپښتنو ملي يووالي دهغه لوى ارمان وو چې پدې اړه يې نه ستړې كېدونكې هلې ځلې كړي او پښتانه به دده خدمتونه هېڅكله هم هېر نكړي
هغه دسياست دډګر اتل ، دسياسي ادب سرلارى او دويښ ضمير خاوند وو.
هغه نوابي نه غوښته بلكې دګوجرو دحقوقو لپاره يې مبارزه كوله .
دده ((دغيرت چيغه ))اوس هم دلروبر پښتون په غوږ كې انګازې كوي او باور دى چې لارويان به يې دده مشال روښانه وساتي .
په فردي ډول خو اوس ارواښادخټك زموږ په منځ كې نشته خو هغه اوس فرد نه ، بلكې خوځښت دى او ددې خوځښت ډيوه ډېر پتنګان لري.
دنظراباد علمي او كلتوري ټولنه په داسې حال كې چې ددې سياست پوه ، حماس او مبارز مشر مړينه دپښتون قام لپاره ستره ضايعه بولي ارواښاد ته دالله ج له دربار څخه اعلى جنت ، مغفرت او ، دده د كورنۍ غړيو، په ځانګړې ډول ايمل خټك او نورولارويانو ته تسليت او جميل صبر غواړي.
محمدحسن حقيار
دنظراباد علمي او كلتوري ټولنې
د لوی افغان د ټولنې د خواشينۍ پېغام
انالله و اناالله راجعون
په ډېرې خواشينۍ او تاثر سره مو د خدای بښلي لوی افغان اجمل خټک د مړينې خبر د رسنېؤ څخه واوريد٠
مونږ د لوی افغان د ټولنې مشر تابه او ټول غړي پداسې حال کې چې د خدای بښلي پاک روح ته د دعا لاسونه پورته کوو، د ده د کورنۍ ټولو غړو ،د ده سياسي ، وګړنيځ او د خپلي ژوندانه ټولو خپلوانو او ملګرو ته خپلې ژورې اندېښنې او دوی ته د زړه صبر او تصلېت وړاندې کوو او پدې وير او غم کې د دوی سره ځان شريک ګڼو ٠
د يادونې وړ ده چې د لوی افغان ټولنه به په نږدې راتلوونکي کې د خدای بښلي اجمل خټک د بېسارو خدماتو په وياړ د نوموړي په ياد د پاک کلام د ختم او درنښت يوۀ غونډه راوبلي٠
خدايه وبښې زمونږ مېندې بابا ګان
خوېندې ورونه ،مونږ ،زمونږ واړه دوستان
ربه فضل او کرم ستا نه مونږه غواړو
ته فاضل يې هم کريم يې هم رحمان
عبادت ، روژې توبې مو کړې قبولې
مخ تورن نکړې خالقه د نبي خپل امتيان
ثوابونه،کرامات واړه ستا د پاک قران
ور تقديم په روحانيت دي د نبي اخر زمان
بيا (اجمل) چې ځان يې حق ته در بښلۍ
ور بښلۍ مو وه ته دی ثواب ستا د بېان
کوره نۍ ته يې خالقه ورکړې صبر په ايمان
د غمونو نه يې وساتې همه واړه خپلوان
خدايه وبښې زمونږ مېندې بابا ګان
خوېندې ورونه ،مونږ ،زمونږ واړه دوستان
محمد حامد الوتاند
دستاکتن ښار کليفورنيا د ٢٠١٠ کال د فبرورۍ٧مه
د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دخواخوږۍ پیغام
په ډیرې خواشینۍ سره مو دیوه لوی لیکوال ،شاعراوسیاستوال اجمل خټک دمړینې خبر ترلاسه کړ.
میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دپښتو ژبې دسترشاعراو ملي مبارزاجمل خټک د مړينې د خبر په اورېدو سره،د يو لوى ویر احساس کوي. الله پاک دې دغه ستر شخصیت ته فردوس جنت په نصيب کړي .
میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرد دوی دکورنۍ غړو،دده دلارې لارویانواو ټولو لروبرو افغانانو ته د خپلې ژورې خواشینۍ او خوا خوږي مراتب وړاندې کوي ددوى په غم کې ځان شریک بولي . دغه درانه شخصیت ته فردوس جنت او کورنۍ او خواخوږو ته یې دالله پاک په دربارکې د جمیل صبر دعا کوي.
د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر
دارالانشآ
د مرحوم اجمل خټک د مرګ په مناسبت د خواخوږۍ او غمشريکۍ پيغام :
د غيرتي پښتانه او لوی ملي شاعر اجمل خټک مړينه د لرو برو افغانانو ګډ ملي ماتم دی .
په بريتانيا کې د اوسيدونکو افغانانو ټولنه د خپل ملت په دې لوی غم او درانه وير کی شريکه ده او د خپلو تسليتونو مراتب د خدای بښلي اجمل خټک کورنۍ ، عزيزانو او ټولو لروبرو افغانانو ته وړاندی کوي .
دده مرحوم دې ښکلي جنتونه په برخه وي او دده د لوی ملت نوي نسل ته دې لوی څښتن توفيق ورکړي چی د ټولو افغانانو د پوره يووالي دپاره د خټک صاحب ناپوره شوی ارمان پوره کړي . امين يا رب العلمين .
سيد جان کارواني
په بريتانيا کی د اوسيدونکو افغانانو
د ټولنی مشر
د پښتو خوږی ژبی کلامسالار او متعهد افغانپال مرحوم اجمل خټک د مرګ په مناسبت
د خواخوږۍ ، غمشريکۍ او تسليت پيغام :
سره ددې چی د بشريت د همځولی ، زړی ، تاريخي شاعرانه ژبی د معاصر خواږه کلام اتل ، د افغانانو د لوی ، پراخ خو ويشل شوي ولس د يووالي فصيح مبلغ او د ملي قوام دپاره نه ستړی کيدونکی غښتلی مبارز ، مغفور اجمل خټک به نور د لرو برو افغانانو د سټېجونو د مايکونو او لاوډسپيکرونو له لاری د خپل معجزوي کلام داهتزاز د موجونو په اتڼونو سره د وطنپالو پښتنوـ افغان مليونو هيلی او ارمانونه ونه شي تخنولی ، خو دده د تخليقاتو لوی ليکلی ميراث به هيڅکله دده ستره پښتني ملي چيغه د مرګ خاموشۍ ته پرېنږدي .
د خدای بښلي لوی اجمل خټک د افغاني يووالي چيغه دې د عدالت او انصاف خالق لا لوړه او کاميابه کړي .
موږ، په داسی حال کی چی د لوی افغان ولس ددې ستر ملي شخصيت د رحلت په وير کی د مرحوم خټک صاحب د قدرمنی کورنۍ ، درنو خپلوانو، ملګرو او خپل لراوبر ټول ملت سره شريک يو او ټولو ويرجنو ته تسليت وايو، د ورغلي اجمل خټک
دپاره د لوی متعال څښتن نه د فردوس جنت غواړو .
غيرتي افغاني روح دې يې تل تر تله هلته ښاد او راحت وي او ټولی افغاني ملي هيلی دې يې دلته ترسره شي . آمين يا رب العلمين .
تازه خان ويال
د نیو ساوت ویلز د افغانانو د کمیټې د خواخوږئ پیغام :
ځان مې په در کې کړ درته خاورې
په خق خق خاندې ژړا مې نه اورې
یوه ورځ به واورې چې خټک ومړ
که ناورې ، ناورې ، دا خو به واورې
په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې پښتانه یو ځل بیا د خپل یوه عظیم مشر، لارښود ، سیاسي ، فرهنګي او ټولنیز شحصیت ،د دستار سړي او خواخوږي رهبر د ویر په ټغر کیناستل.
د اجمل بابا د مرګ آواز مو زړونه ولړزول. انالله و اناالیه راجعون.
اجمل خټک ټول ژوند د استعمار په وړاندې د بغاوت جنډه رپانده وساتل او کله هم داسې ونه شول ، چې د ده په لاسونو کې دې د پښتنو د حقونو او آزادي غوښتنې توغ رنګ وبایلي او یا دې يې د غیرت چیغه ټپه شي.
غیرتي خلک د الله ج خوښ دي . اجمل غیرتي او نر پښتون وو چې ټول عمر یې پښتنو ته د غیرت ، غیرت چیغې وهلې . اوس چې هغه نشته زموږ ژړا داده چې :
ګوره که په پیړیو بیا پښتنه مور یو بل اجمل وزیږوي او د افغان په خاوره بل خټک او بل هوښیار پاګل ، د پښتو په بین کې د غیرت چیغه ورپوه کړي.
په نیو ساوت ویلز کې میشت افغانان ، ځانونه د اجمل بابا په ویر ، ویرمن بولی او د لوی څښتن تعالی دربار ته د سوال لپه نیسو چې زموږ په غیرتي بابا دې ورحمیږي ، فردوس جنتونه دې په ولوروي او درنې کورنې ته دې یې د دغه لوی غم د زغم وس ورکړي . آمین یا رب العالمین .
د نورو په استازیتوب
عزیز منګل د نیو ساوت ویلز
د افغانانو د کمیټې مشر
دميدان ځوانانودټولنې دخواشينۍ پيغام
يوغرونړېد - اجمل خټك وكوچېد
په دېرې خواشينۍ سره موخبرترلاسه كړچې دغيرت دچيغې ملي شاعر،ملتپال سپين ږيرى،سياسي مشراجمل خټك د۲۰۱۰ ميلادي كال دفبرورۍ دمياشتې په اوومه نېټه د ۸۵ كلونوپه عمرپه كوزه پښتونخواكې له فاني نړۍ څخه دتل لپاره سترګې پټې اودنيايي ژوندته يې دپاى ټكى كېښود.
اناالله وانااليه راجعون
ارواښاداجمل خټک له اوس څخه پنځه اتياكاله وړاندې په ۱۵سپتمبرپه اکوړه خټک کې وزېږېد. له ماشومتوبه دخان عبدالغفارخان له شخصيت نه متاثره ؤ،اوهغه مهال چې ۱۷ کلنۍ ته ورسېدنوپه فعاله توګه يې دهنددپرېښودلود غورځنګ غړيتوب ترلاسه کړ. هغه مهال دی دپېښوردګورنمنټ هاي سکول زده کوونکی ؤ، خوخپلې زده کړې يې همداسې نيمګړې پرېښودلې اودهمدې سياسي غورځنګ غړيتوب ته ولاړ. دادهغه سياسي ښکېلتابه پيل ؤ،چې ترپنځولسيزوپورې يې فعاليت وکړاوپه همدې وخت کې يې دخپل ادبي اوزده کړوپه پرمختګ کې هم ددردنه ډکې لمحې په زندانونوکې تېرې کړلې. که څه هم چې نوموړي دپېښورپوهنتون څخه په پارسۍ ادبياتوکې ماسټري اخيستې،خوهغه په پښتوادب کې دځانګړونوښتونولاره هم هواره کړې وه. اوپښتوادب يې دانګرېزي ادبياتوسره وتاړه،اوپه همدې توګه يې دپښتو ادبياتوديوه پرمختلونکي شاعرنوم هم خپل کړ.
ارواښاددپښتنودازادۍ لپاره دادب اوسياست له لارې دژوندترپايه پورې مبارزه وكړه اوتل يې په خپله وينا،شعراوليكنوكې دپښتنودحق خبره كوله . هغه نه يوازې دپاچاخان دخدايي خدمتګارانوپه غورځنګ کې خپل سياسي ژوندپيل کاوه،بلكې دسياست په نوروبرخولكه دسرحدصوبې دمهموسياستوالوله ډلې څخه و،اودټول پاکستان په سياست کې يې مهمه ونډه درلوده .
اجمل خټک دپښتوژبې يوتکړه ليکوال،شاعراوسياسي څېره وه . نوموړی دپښتونخواملي عوامي پارټۍ فعال سياسي غړی اودپاکستان دولسي جرګې غړی هم پاتې شوی.
دارواښادخټك د(غيرت چيغه) هغه شعري ټولګه وه چې دپښتونخواګڼ شمېرځوانان يې دخپلې خاورې دازادۍ مبارزې ته وپاڅول .
داجمل خټك ګڼ شمېر آثارخپاره شوي اوځينې يې لاناچاپ پراته دي. تراوسه يي ١٣ کتابونه او١٨ رسالې چاپ شوي دي چې ځينې کتابونه يې په ارودژبه هم ليکلي دي چې لومړنى کتاب يې دغيرت چيغه نوميده،دارواښادنورکتابونه دژوندچيغه،ژونداوخوند،گلونه اوتکلونه، افغان ننګ، کچکول، سرې غنچې، دژوندخاطرې اوځينې نوردي.
ارواښاددخپل ژوندپه وروستيوورځوكې چې روغتيايي حالت يې هومره ښه هم نه وه په خپل هغه اثرچې ترخه وختونه اوخواږه يادونه نومېده كاركاوه چې دخپل ژوندهغه شېبې يې پكې انځورولې كومې چې ولې افغانستان ته تللي وواوشل کاله يې هلته ژوندوکړ.
روح دې ښاداوياد دې ابدي وي
همت الله امين زى
دميدان ځوانانودټولنيزې ادبي اوكولتوي ټولنې مشر
په ډيري خواشيني سره موخبر ترلاسه کړي چي دپښتوژبي وتلي څيره اجمل خټک چي داوسني زماني بابا بلل کيده په حق رسيدلي .
زه دزابل دميشتو ژورنالستانواوشاعرانوپه نمايندګي دمرحوم خټک دکورني سره خپله غمشيرکي شريکوم اوخداي بخښلي خټک ته دجنت فردوس غوښتنه کوم
خداي پاک دي وبخښي اوخداي پاک دي ښه ورسره وکړي ،
دمرحوم خټک سره يوڅوشپي په کابل کي وم چي څلورکاله وړاندي دهغه په وياړيوسيمينارجوړشوي وو اومااو تقريبآ ۱۱ شپي په يوه ځاي کي سره وکړي البته دخټک صاب زوي ايمل خټک چي زما نژدي ملګري دي هم راسره وو اوددي ترڅنګ ځيني نورملګري لکه اباسين يوسفزي ، راج ولي شاه خټک محمد صادق ژړک ، سليم راز او سيف الرحمن سليم اوځيني نورملګري هم وه چي ډيري دخوند شپي مووکړي اودشمال ځينوولايتونوته دادبي غونډوپه موخه هم ولاړولکه پروان ، پنجشيراو کاپيسا ته
ماچي کله دخټک صاب دمړني خبرترلاسه کړي ډير خفه شوم
يوځل بيا وايم چي هغه دي خداي وبخښي اوخداي دي ښه ورسره وکړي
په درنښت
بشيراحمد فيضان
په زابل کي د ژورنالستانو د ټولني مشر
د خواشينۍ پيغام
داجمل خټګ د مړينې په اړه
دافغان ځوانانو د پيوستون موسيسی او د ازاد افغانستان خبرې بوليتن د خواشينۍ پيغام
١٣٨٨ لمريز کال د دلوې ١٩ د 2010 ميلادی کال دفبرورې 8
په خواشينۍ سره موخبر تر لاسه کړو چی د پښتو ژبي لوى شاعر، ليكوال، اديب او سياستوال ، د باچاخان د عدم تشدد كاروان ملګرى، د لسګونو كتابونو او سلګونو مقالو ليكوال چي خپل ټول عمر يې د خپل ولس او ژبي په چوپړ تېر كړ، اجمل خټګ هغه لوى انسان چي د خپل ژوند هغه ارمان چی د افغان ولس سوکالې او سر لوړي وه له ځانه سره تورو خاورو ته يوړو.
مونږ د ده مرګ يووه ستره ضايع بولو او د د مرګ يوه نه جبرانېدونكې پېښه ګڼو٠ خداى پاك دي يې جنت فردوس په نصيب كړي ، دد كورنۍ او خواخوږو ته يې د الله تعالی دلوې دربار ځخه د جميل صبر غوښتنه كوو.
دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د خواخوږئ پيغام
په ډیره خواشینئ سره مو دخپل منلی مشر اجمل خټک بابا د مړینی غمجن خبر تر لاسه کړ. انا لله واناالیه راجعون
ارواښاد اجمل خټک بابا دپښتنو په ننګ ولاړ او د پښتو د ادب د کاروان ځلانده مخکښ لارښود ،سیاسی مبارز ،ژورنالست ،د باچا خان بابا دلاری مل ،ملی ، منلی لوړ شخصیت (سړیتوب)، عالم او انقلابی شاعر ؤ چی لوړه حوصله او پياوړي عزم ئی لره. تر مرګه پورې ئی په زغرده د پښتنو د سوکالئ ، ابادئ او یووالی لپاره ملا تړلې وه .
ارواښاد خټک بابا د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند سره ډیری نزدی اړیکی درلودی چی پدی ترڅ کی د ۱۹۹۱ ع کال د اکتوبر په میاشت کی دسلا او مشورو لپاره جرمنی هم ته راغلی ؤ.
د بابا مړینه د لری او بری پښتونخوا ولس او د نړئ په ګوت ،ګوټ کی د ټولو میشتو پښتنو/ افغانانولپاره ډیره غټه ضایع ده.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند دخپل مشر ارواښاد اجمل خټک باباپه دروند غم کی ځان شریک ګڼی ، دبابا کورنئ ، خپلوانو، عوامی نیشنل پارټئ مشرانو ،غړو او ټولو پښتنو ته د زړه صبر غواړی اروا دی ښاده او جنت فردوس دی په نصېب شی.
په درنښت
دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند
د خواشینی پیغام!
د لوی پښتون شاعر ، لیکوال او سیاستوال ارواښاد استاد اجمل خټک مړینه زموږ د هیواد ادب او فرهنګ ته نه جبیره کیدونکی مړینه ده.
زه د خپل څان او کورنی په استازیتوب په دغه ستر غم کی د ارواښاد خټک صاحب له کورنی، دوستانو او ټولو مینه والو ته چه د ویر په ټغریی ناست دی ځان شریک ګنم.
د لوی خدای ج له دربار څخه ارواښاد خټک صاحب ته د جنت فردوس غوښته کوم.
ما ارواښاد خټک صاحب له ۱۳۵۶ کال راهیسی پیژانده او ډیری تلپاتی په زړه پوری خاطری یی را سره شته که خدای ج کول په وار سره به بحث پری وکړو الله ج دی جنتونه نصیب کړی
سید افضل شیرزاد خوګیاڼی
د افغان ولس کلتوري ټولنې د خواخوږۍ پيغام
له دې نړۍ نه د نامتو پښتون سياستوال، د پاکستان د نېشنل عوامي ګوند پخواني مشر، ټولنيز شخصيت د پښتو ژبې برلاسي او روښاندي ليکوال ارواښاد اجمل خټک تګ د ټولو پښتنو لپاره لوی وير دي.
په اوتريش کې افغان ولس کلتوري ټولنه په دغه وير کې د ټولو پښتنو او په ځانګړې توکه د ارواښاد اجمل ځټک له درنې کورنۍ، د هاغه د لاری له لارويانو، دوستانو او له ټولو ادبي او کلتوري کړيو سره ځان ګډ بولي.
موږ هاغه ارواښاد ته له بښاند و لوراند څښتنه د تلپاتې جنتونو او اړوندانو ته يې د لوی زغم غوښتونکي يو.
ياد دې يې تل تر تله ژوندی وي،
افغان ولس کلتوري ټولنه
ويانا ۰۸ /۰۲/ ۲۰۱۰
پښتنو دخپل یو غښتلی خواخوږی دلاسه ورګړ!
پښتانه داسی وایی :
د رڼا ستوری د پښتون د سپین سحره زمونږ
خــــوږه رهبره زمونږ ، زمونـــــږ نه مه ځه
په خپل کردار د سیاست د اسمان نمره زمونږ
خــوږه رهـبـره زمــونــږ ، زمــونږ نه مه ځه
د لوی ادبی او سیاسی شخصیت ارواښاد اجمل خټک د مړ ینې له امله دوطن دګوند دصفوفو دسایت دمسئول او همکا ر انو دغمشریکی پیغام :
بسم الله الرحمن الرحیم
په ډېرې خواشینۍ سره موږ هم خبر ترلاسه کړ چې دپښتنو ستر خواخوږی، لوی سیاستمدار او دسیمې ستر فرهنګی او انقلابی شخصیت اجمل خټک له دې فا نی نړۍ څخه د تل لپا ره سترګې پټې کړې (ده ته دپاک الله نه مغفرت ،اوکورنی ته یې دجمیل صبر غوښتونکی یو).
زه پخپله چی دځوانی په اولو کالو(د مکتب اوتحصیل ) او وروسته دکار په دوران کی دهغه امکاناتو نه چی ماته مهیا شوی وو اوددی ستر اواحترام وړ شخصیت سره می په وا رو ،وارو لیدلی وو ،سخت یی دسیاسی افکارو او ځانګړی با تقوا شخصیت تر تاثیر لاندی راغلی وم ،چې تاثیریی همدا او س هم زما دسیاسی پوهی (ګرچه ډیره لږه هم ده )او سیاسی لرلید کی په ښه توګه محسوسیدی شی ، خدای پخښلی خټک بابا به هروخت مونږ ته ویل: ((ملی او نړېوال شخصیتونه نه هر و وی او نه هر وخت فعاله وی,هغوی هغه کسان دی چې د خپلو ولسونو او ټول بشر لپاره د اړتیا په هماغه لازمه و خت کې راځی, رسا لت ترسره کوی, بیداری او اوښتون تر سره کوی او بیا خی ......)). بلی خټک صیب ډیرمعقوله خبر ه کړې وه ،هغه په ژوند کی هم همدا خبره ثابته کړه ،هغه ته ټول پښتانه یووو که لروو او که بردهغوی دسیاسی بیداری د پاره یی هغه څه وکړه چې په توان کی یی وو،هغه همدااوس یولوی سیاسې ،ادبی اوتاریخی میراث پښتنو ته پریښودلی ده ،اودا پخپله پښتنوپوری اړه لری چی څنګه د هغه نه ګټه وا خلی ،مونږ دوطن ګوند صفوف پداسی حال کښی چی دارواښا داجمل خټک مړینه دهیواد والو اوټولوپښتنو لپاره لویه اونه جبرانېدونکې ضایعه بولو، ځانونه دارواښاد دکورنۍ د ټولو غړو،دارواښاد دعلاقمندانو ،سیاسی ملگرواو دوستانو سره پدغه سترغم کې شریک بولو .
او دوی ته دلوی خدای نه پخښنه غواړو٠
په ډیردرنښت
ذکریا یوسفزی دوطن دګوند دصفوفو دوبلاک مسئول
نيټه : ١٣٨۸ د دلو ۱۹
دنوميالي پښتون سياستوال اجمل خټک په مړينه
د خواشينې پيغام
د افغان ملت ملي مترقي ګوند د ستر پښتون سياستوال او مبارز، نوميالي شاعر او د پښتو ادب ځلانده ستوري اجمل خټک مړينه يوه لويه ضايع بولي او ټولو پښتنو ته په ځانګړي ډول د ارواښاد درنې کورنې ته د تسليت مراتب وړاندې کوي ـ اجمل خټک د پښتنو د معاصر تاريخ هاغه ستر مبارز دې چه د سياست او ادب له لارې يي د خپل قام د وښتيا لپاره خپل ټول عمر وقف کړې ووـ
د لوئ خداې له درباره ورته جنتونه غواړم ـ
په درناوي
انجينر اجمل شمس
د افغانستان ټولنپال ولسواك افغان ملت ملي مترقي ګوند مشر
د نوميالي شاعر او مبارز اجمل خټک پر مړينه د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د خواشينۍ پيغام
په خواشينۍ سره خبر شولو چې د پښتونخوا نوميالی شاعر، ليکوال او مبارز اجمل خټک نن ماښام له نړۍ سترګې پټې کړې . انا لله و انا اليه راجعون
اجمل خټک په معاصر پښتو ادب کې يوه مخکښه څېره وه او د دې په څنګ کې چې په خپل وخت کې د پښتو نوميالی شاعر او ليکوال و ، د خپل دوران يو نه هېرېدونکی مبارز او سياستوال هم و . د همدغو ملي مبارزو په لړ کې يې د ژوند ډېر کلونه د پاکستان په زندانونو او له خپل کلي کور څخه لېرې په تبعيد کې تېر کړي دي .
په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه ، د اجمل خټک مړينه نه يوازې د پښتو ادب لويې کورنۍ ته يوه ستره ضايعه ګڼي ، د حق ، عدالت ،خپلواکۍ او د ولس د سوکالۍ لپاره د پښتنو د لوی کور د اوږدو مبارزو د تاريخ د يو لوی باب د يوې مهمې پاڼې درژېدو په توګه يې ګڼي .
موږ داسې ګڼو چې د ارواښاد اجمل خټک شعرونه د خپل وخت د ملي ـــ پښتني شاعرۍ نه هېرېدونکی څپرکی دی او د هغه ژوند او مبارزه هم د پښتنو د اوسني تاريخ يو داسې فصل دی چې د تاريخ په پاڼو او د زموږ د راتلونکو نسلونو په تاريخي حافظه کې به له درنښت سره يو ځای ساتل کېږي او زده کړه به ترې کېږي .
موږ ارواښاد اجمل خټک ته د لوی خدای په دربار کې د مغفرت لاسونه پورته کوو او له کورنۍ ، دوستانواو خپلو ټولو ادبي او کلتوري کړيو سره په دغه غم کې ځانونه شريک بولو.
په درناوي
د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې مشرتابه جرګه
د 2010 د فبرورۍ اوومه ، د 1388 دسلواغې 18
جرمني ، د کولن ښار
موږ بایرن مېشتي افغانان دخپل مشرافغان ملي او انقلابي شاعر( اجمل خټک )په مړینه ویر کوو.
د پښتونخوا په قلمرو او ګرده نړۍ کې ټولو ویرځپلو افغانانو ته زه محمدامین بسمل د بایرن مېشتو افغانانو دکولتوري ټولنې په استازیتوب دخدای بخښلي خټک صاحب دمړینې له کبله تسلیت وړاندې کوم کورنۍخپل او خپلوانو ته یې جمیل صبر او خټک صاحب ته دفردوس جنت غوښتونکی یم .
دسترخوشال خان دارمانونوپه لار کې یوه بله ډېوه هم دتل لپاره خاموشه شوه ستر انقلابي شاعر ښاغلی اجمل خټک دریادوم هو خټک صاحب!
د خټک صاحب مړینې زموږ د غم ټغر نورهم راته غمګین کړ دګردون درنې درنې او بې رحمه څپړې داسې درنې درنې په مخونو خورو چې هسې دزړه په زور ورسره سیالي کوو.
له خټک صاحب سره مې څو ځلې په کابل کې لیدلي و زموږ ترمینځ عجیب خاطرات هم شته چې په راتلونکي کې به یې تاسو ته ولیکم خو څه چې ډېر مهم دي هغه دا چې دوه کاله دمخه کله چې خټک صاحب په روغتون کې و نو ما به یې تل دتیلیفون په وسیله پوښتنه کوله هغه به راته دایوه خبره څو څو ځلې کوله چې دا اوسني ځوانان پلانی او پلانی په جوش کې ډېر دي خو په هوش کې نه دي ته ورسره مرسته وکړه، ما ورته په خنداکې ووېل چې خټک صاحب زما جوش نو بیا کله له هوش څخه کم شوی؟
خټک صاحب راته له واره دکابل دیوې پېښې په اړوند یومثال راکړ وېل چې ته خولا له پخوا په هوش کې وې او که نه وای نو دکابل په وزیراکبرخان مېنه کې په پلاني سفارت کې به چا نظم راووست ؟
باید زیاته کړم چې زه په هغه وخت کې دپولیسو دتشریفاتي قطعې زلمی افسر وم او په کابل کې مې دسفارتونو دامنیت دنده په غاړه لرله په هرصورت اوس بیاراځم ګران خټک صاحب ته همدااوس په جرمني کې د شپې درۍ بجې کېدونکې دي زه هم څوشېبې دمخه ستړی راغلم اودا دغم خبر مې واورېد چې خټک صاحب سترګې پټې کړې .
اناالله و انا اليه راجعون
زړه خو مې غواړي چې ترسهاره یې په ویر دا لیکنه وغځوم خوستاسو قدرمنو لوستونکو وخت به نه نیسم بس په دا لاندې شعر مو رخصتوم :
خدایه څه دې پښتنو پسې را اخیستې
یا مو خپله وژنې یا مو په مرمیو
دې مقتل کې په موږ څه تمرین روان دی
خوله تړلي مو وروړي تر هتکړیو
د خواشنیۍ پیغام
په ډیره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پښتو ستر خدمتګار او د سیمې وتلی سیاست وال اجمل خټک له دې نړې څخه سترګي پټي کړي.
مونږ د ښاغلي خټک مړینه یوه نه جبراندیدونکي ضایعه ګڼو.
له همدې امله د ښاغلي خټک د کورنۍ غړو او ټولو دریدلو پښتنو ته خپل د ډاډ ګیرني مراتب وړاندي کوم او مرحوم ته د لوی خدای له دربار څخه د فردوس جنت مطالبه کوم.
میر عرب شاه چمتو - کابل
په ډېري خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د پښتنو اوپښتو ژبي نومیالی او مخکښه لیکوال اجمل خټک دخپل ویاړلي قوم څخه د تل لپاره خدای په امانی وکړ.
ښاغلي اجمل خان خټک دافغانانو ستر لیکوال چي خپل ټول شیرین عمر ئې دپښتنو دیووالي او دلوی افغانستان دجوړېدو لپاره وقف کړ، تېره ورځ (یکشنبې) د ۸۵ کلنو په عمر ددې نړۍ څخه سترګي پټي کړې .
انالله وانا اليه راجعون
هرات کي دسپيني ادې مېشته کلتوري ټولنه داجمل خان خټک مرګ دلراو بر افغانستان لپاره یوه ستره ضایع بولي .
دنوموړي روح دي ښاد او جنتونه دي ورپه برخه وي .
ګراني کورنۍ ته ئې دزړه صبر غواړو او ځانونه ورسره په دې غمیزه کي ګډ ګڼو .
دسپيني ادې ادبي او کلتوري ټولنه – هرات
اِنالِلهِ وَاِنااِليهِ راجِعُون ط
کامران مطبوعاتي مرکز(اودجنوبي پښتونخوادليکوالوټولنه)دپښتوژبي دوتلي اونوميالي شاعراوڅېړونکي ارواښاداجمل خټک پرمړينه دخپل غم اوخواشينۍ اظهارکوي ،اودادپښتوژبي اوادب لپاره يونه جبرانېدونکی زيان بولي .اودمتعال څښتن په دربارکي ورته رحمتونه اوجنتونه غواړي، اوهمدغه راز يې دکورنۍ غړوته دصبرِ جميل غوښتونکي دي!
عبدالله ملتیار
جنوبي پښتونخوا
دخواخوږی ادبي او کلتوري ټولني پيغام
نيټه: ١٨/١١/١٣٨٨ - ٧/٢/٢٠١٠
په ډېره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د پښتونخواه ستر شاعر، ليکوال، سياست پوه او مبارز شخصيت اجمل خټک د دي فاني نړي څخه سترګي پټي کړي.
انا لله انا اليه راجعون
ارواښاد اجمل خټک چي يو انقلابي شاعر او هڅانده ليکوال، د نيمي پيړي څخه ډېر کلونه د ولس د ويښتابه او د خپلواکي غوښتونکي غورځنګ د مشرانو څخه ګڼل کيږي، د ښکيلاک او پوځي واکمنانو پر خلاف ېي جيلونه او جلا وطني ګاللي خو د خپل مقدس او ملي هيلو څخه ندئ پر شا سوي.
خټک صاحب يو حساس پياوړي شاعر او ليکوال او تل د افغان ولس ريښتني دوست او خواخوږی ؤ چي آثار ېي په افغانستان او پښتونخواه کې د ولسونو او نوي نسل د منلو او احترام وړ او پيړي پيړي وروسته به هم په ولس کې خپل مقام ولري.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه پلاوي او ټول غړي د ارواښاد اجمل خټک مړينه يوه ملي او لويه ضايعه بولي، ارواښاد ته جنت الفردوس، کورنۍ، علمي او فرهنګي ټولنو او ټوله پښتونخواه ته د خواخوږي مراتب وړاندي کوي او د خداي (ج) د دربار څخه ټولو ته د زړه صبر غواړي.
روح دي ښاد وي.
په درنښت،
الحاج غرزي خواخوږی
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر
پښتانه د یو بل ویر پر ټغر
د لوی ادبي او سیاسي شخصیت ارواښاد اجمل خټک د مړینې له امله د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز تسللی
په ډېرې خواشینۍ سره موږ هم خبر ترلاسه کړ چې دسیمې ستر فرهنګي او انقلابي شخصیت اجمل خڼک له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې ( لوی خدای دې ښه جنتونه ورپه برخه کړي ).
ارواښاد اجمل خټک به ویل : (( ملي او نړېوال شخصیتونه نه هر وخت وي او نه هر وخت فعاله وي، هغوي هغه کسان دي چې د خپلو ولسونو او ټول بشر لپاره د اړتیا په هماغه لازمه وخت کې راځي ، رسالت ترسره کوي ، بیداري او اوښتون ترسره کوي او بیا خي ......)). هوکې !د خټک صیب دا فرموده سمه راوخته ، ځکه چې اجمل خټک خپله همدا شان یو ملي او نړېوال شخصیت و ، ملي مو ځکه وویل چې د ټول افغان د پیوستون د لارې مبارز و ، او نړېوال مو ځکه وویل چې پښتانه خو د نړېوال ولس یوه لرغونې او پیاوړې برخه ده او اجمل صیب د لوی بشر ددغه ځپل شوی قام د پایښت او ښایست لپاره د همت مټې رانغښتې وې ،او د سر په بیه یې ښه په نره انقلابي مبارزه وکړه .
الله دې وبښي، یاد یې تل تر تله ،لاره یې ځلانده او قلم یې تر موږ ټولو رارسېدلی .
دخپلواکۍ فرهنګي مرکز او دلته په ډنمارک او سکندناوي هېوادو کې د اجمل صیب ډېر خواخوږي د هغه مړینه یوه ستره ضایعه ګني او په دې توګه د ارواښاد اجمل خټک له کورنۍ ، دوستانو او ټول افغان ولس سره خپله غمشریکي څرګندوي .روح یې ښاد او یاد یې تلپاتې .
یوسف هېواددوست
کوپنهاګن
انا لله وانا اليه رجعون
په خواشينۍ سره مو له رسنيو څخه خبر ترلاسه کړ چې د لرې پښتونخوا يوه وتلې څېرې، سياستوال او شاعر ښاغلي اجمل خټک هم له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې او په حق ورسېد. الله تعالی دې يې وبښي او هم ورته د اعلی جنتونو غوښتنه کوو.
نوموړی د باچا خان د خدايي خدمتګار يو له مخکښو او نژدې ملګرو څخه وو او په دغه لاره کې يې د وخت د ظالمو حکمرانانو او حکومتونو څخه ډېر تکليفونه او کړاوونه ليدلي ان تر دې چې زندانونه يې هم ګاللي دي. الله دې د خوشال کور نه خالي کوي. باچا خان و خوشالخان زموږ لپاره سترې هستۍ وې.
موږ د هغه له درنې کورنۍ او ټولو دوستانو سره په دغه پېښه کې ځانونه شريک بولو او د تسليت اعلی مراتب ورته وړاندې کوو.
په درنښت
سيدحسين پاچا
د اکسفورډ د استوګنو افغانانو ټولنه
انګليستان