لاسي توګه xp وینډوز اپډیټ کړئ .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 32881
تېمورشاه یوسفزی - هرات
دخبریدو نیټه : 2010-02-10

 

ددې لپاره چي خپل کمپیوټر له بېلابیلو وایروسونو او هکرانو څخه خوندي وساتئ ، تاسو باید خپل انسټال سوی  وینډوز هرکله داخیري امنیتي فایلونو په ذریعه اپډیټ  کړئ .

که تاسو تر دې مهاله دوینډوز ایکس پي  Automatic-Update خصوصیت نه وي فعاله  کړئ ، باید داپډیټولو فایلونه  چي ورته Patch ویل کیږي ، په لاسي توګه ډونلوډ کړئ .

دډونلوډېدو لپاره ئې دغه لاره تعقیب کړئ .

۱:- انټرنیټ ته وصل سئ .

۲:- دانټرنیټ ایکسپلورر (IE) پروګرام راخلاص کړئ .

۳:- په  ادرس بکس کي  دغه پته ټایپ کړئ .

http://windowsupdate.microsoft.com 

په یاد ولرئ ، چي ددې آدرس سره د www توري ټایپ نه کړئ .

۴:- کله چي دوینډوز داپډیټولو پاڼه راښکاره سوه ، لومړی به تاسو ته دهغو پروګرامونه دانسټالېدو کړکۍ ښکاره کړي، چي اوسمهال کېدای سي ستاسو کمپیوټر  کي شتون ونه لري ، کله چي نوموړي پروګرامونه یو په یو انسټال سول ، بیا به دمایکروسافټ  داپډیټولو اصلي پاڼه راښکاره سي .
Update Windows Manually
 

۵:-  په دې پړاو کي وینډوز اپډیټ ټوله کمپيوټر سکنوي  (Scan) ، او  هغه امنیتي فایلونه چي شتون ونه لري، دهغه دډونلوډېدو سپارښته کوي .

 یادونه :

تاسو ته سپارښتنه کیږي چي  لومړی د Service Pack فایلونه کښته کړئ ، ځکه دغه فایلونه دمهمو فایلونو له جملې څخه ګڼل کیږي ، او ددې په ذریعه ستاسو کمپيوټر تعمیریږي