دپښتو ژبي دکیبورډ انسټالول او دهغه استعمالول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 32902

دخبریدو نیټه : 2010-02-11

مخکي له دې چي یاهو میسنجر کي پښتو لیکل او استول ز ده کړئ ، باید پښتو کیبورډ (کیلیدړه) ولګوئ .

ددې کار لپاره لاندي لارښود ته ستاسو پام راړوم :

لومړی پښتو کیلیدړه له دې ویب  پاڼو څخه رالېښل (ډونلود) کړئ .

 

http://www.benawa.com

http://www.tolafghan.com

http://www.morchal.com

 

 

 

کله چي تاسو پښتو کیلیدړه رالېښل کړه ، نو باندي کلیک او انسټال یې کړئ .

 

کله چي پښتو کیلیدړه (کیبورډ) انسټال شو، نو په لاندي توګه یې فعال  کړئ .

 

لومړی: مهار پاڼه (کنټرول پانل) خلا ص او هوري پر Regional and Language Option باندي کلیک وکړئ .

 

دویم : پورته کړکۍ کي څنګه چي وینئ، پر Details نومي تڼۍ باندي ټک وکړئ ، ترڅو تاسو ته لاندي ډول یوه بله کړکۍ خلاصه شي .

 

درېیم : له څرګندي شوي کړکۍ څخه پر Add  باندي  کلیک او هوري بیا په دې لاندي ډول پښتو کیبورډ وټاکئ .

 

اوس پر Ok  باندي کلیک وکړئ، ترڅو ستاسو کیبورډ فعاله او دکاروني وړ و ګرځي .

که ستاسو کیبورډ د مېزپاسي ( Desktop) پر مخ نه وي راغلی، کولای شئ له هم هغه کړکۍ نه چي ژبه مو زیاته کړه ، پر  Language Bar باندي ټک وکړئ او له خوښ بکسونو نه  Show Additional Language Bar Icons in the Taskbar انتخاب او پر Ok باندي زور راوړئ .