د Auto Login فعالول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33069
تېمورشاه یوسفزی - هرات
دخبریدو نیټه : 2010-02-15

کمپيوټر ته دننوتلو لپاره عموماً دوې لاري شتون لري ، یوه داچي خپل کمپيوټر د ننوتلو په وخت یوزر او پسورډ وکاروئ او بل داچي په اتومات ډول کله چي کمپيوټر چالانه سي ، بېله داچي ستاسو څخه یوزر او پسورډ وغواړي  ، وینډوز ته ننوزي .

داتومات ننوتلو لپاره دغه لاندي لارښود ته عملي جامه واغوندئ :
۱:- سټارټ مېنو څخه د RUN کمانډ کلیک کړئ .
۲:-  د RUN په متنځای کي  Control Userpasswords2  ټایپ او د OK تڼۍ ووهئ .
۳:-  په  لومړۍ کړکۍ کي  د Users must enter a user and password to use computer خوښ بکس څخه د ټیک مارک علامه لیري کړئ .

۴:- کله چي نوموړی ټیک مارک لیري سو ، دOk په وهلو سره تاسو ته یوه بله کړکۍ مخي ته راوړي ، دلته یو یوزر او هغه لپاره پسورډ ورکړئ ، دغه یوزر به په ا تومات ډول بېله داچي یوزر او پسورډ پوښتنه تري وسي ، کمپيوټر ته ننوزي .

تېمورشاه یوسفزی

نېټه

۲۰۱۰/۰۲/۱۵