هایبرنیشن فایل ړنګ کړئ .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33076
تېمورشاه یوسفزی
دخبریدو نیټه : 2010-02-15

 

هایبرنیشن (Hibernation)  کله چي فعاله وي ،  اود  کمپيوټر څخه دیوې مودې لپاره کار نه اخلئ   نو په اتومات ډول ګلیږي  ، ټول هغه مالومات او  پروګرامونه چي تاسو   دکمپيوټر پرصفحې خلاص پرې ایښي وي  ، هایبرنیشن ئې دهارډدیسک په حافظه کي ذخیره کوي او کله چي کمپيوټر  د هایبرنیشن له وضعیت څخه راووځي ، ټول پروګرامونه او مالومات بیرته ستاسو حضور ته ښکاره کوي .

هایبرنیشن دکمپیوټر د RAM په اندازه فضا استعمالوي د هایبرنیشن د نه فعالېدو لپاره ، ستاسو پام ودې لاندي مطلب ته رااړوم :

که تاسو د وینډوز په Cډرایو کي د hiberfile.sys په نامه فایل په پټو فایلونو کي درلود، په دې مانا ده ، چي هایبرنیشن مو فعاله دئ .
دغیره فعاله کولو لپاره ئې دغه کار ترسره کړئ :
۱:- کنټرول پانل له سټارټ مېنو څخه راخلاص کړئ .
۲:- دکنټرول پانل څخه د Power Option پروګرام راخلاص کړئ .
۳:-  د PowerOption  کړکۍ څخه د Hibernate ټوپ انتخاب کړئ .
۴:- د Hibernate لاندي خوښبکس څخه د ټیک مارک علامه لیري کړئ .
۵:- د Apply  او بیا د Ok تڼۍ ته  فشار ورکړئ .


تېمورشاه یوسفزی

نېټه

۲۰۱۰/۰۲/۱۵