دجهاني كوه طور او دبګهت كبير مناجاتونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3309
خليل الله سروري
دخبریدو نیټه : 2005-07-25

سيداحمد قانع -كندهار
 
 دهيواد اوسيمي د وتلي او منلي ليكوال اود شعراو شاعري د اسمان ځلانده ستوري ښاغلي عبدالباري جهاني دوه شهكار اثار دمينه والو له خوا څخه وستايل سوه .
 
 كوه طور دښاغلي جهاني پنځمه شعري ټولګه او بګهت كبير دپښتو په بڼ كي مناجاتونه چي دښاغلي جهاني صاحب له خوا په پښتو منظوم ژباړل سوي دي ، چي په دي وروستيو كي په كندهار كي دنارنج خپرندويه ټولني له خوا خپاره سوي دي.
 
 دښاغلي جهاني په دي شعر ټولګه ( كوه طور ) دخپرندويه ټولني ياداښت ، زموږشاعر جهاني ( د ډاكټر لطيف بهاند سريزه ) جهاني ته ! ( د عبدالكبير كمال نظم ) تاسي يي پيژني دا څوك دي ؟ ( دعبدالمجيد نظم ) جهاني څوك دي ؟ ( د عبدالمجيد سريزه ) ، دجهاني د ژوند ليك په اړه ( دعبدالمجيد بابي سريزه ) تر څنګ 37 غزلي 34 ازاد او نوي نظمونه 18 منظوم داستانونه او 290 نظم كړل سوي متلونه ځاي كړي سوي دي چي په 368 پاڼو كي راغلي دي .

كوه طور

      دښاغلي جهاني پنځمه شعري ټولګه

  بګهت كبير دپښتو په بڼ كي

  بګهت كبير دپښتو په بڼ كي ژباړه