غمه بيا دي څه ور راټکولي
کوم محبوب دي دى له ژونده غورځولي
د شهيد عبدالمجيد بابي د شهادت په اړه د لوي کندهار د فرهنګيانو د خواشينۍ پيغام
دغه غمجنه او ويرجنه واقعه چي کندهار ورسره مخ دي د بيانيدلو نه ده دغه ويرجنه پيـښه د عبدالمجيد بابي وژنه ده چي دخبر په اوريدو سره يي ټوله ولړزيدلو .
ارواښاد عبدالمجيد بابي ددي هيواد له نومياليو ليکوالانو او څيړنکو څخه شميرل کيدى . چي د خپل ژوند يوه زياته برخه يي د پښتو ژبي او ادب د بډايني په لاره کي تيره کړي وه او په دغه برخه کي يي په سوونو ليکني او مقالي ليکلي وي .
دوي هم د کلنو کلنو را په ديخوا د خپل ژوند ادبي پيل له شاعرى څخه کړي وو او بيا يي د ځينو خپلو طبيعي جرياناتو او واقعاتو مبارزه او کارنامه يوازي تر شاعري پوري پاتي نه سوه بلکه د ملي ، سياسي مبارزو او ادبي کارنامو په تر سره کولو سره يي ددي هيواد د خدمت او حق اداېنه په خورا ښه توګه سره تر سره کړه .
. دوي تر دوه نيمو لسيزو زيات کلتوري ، ادبي او فرهنګي مجالس او غونډي او دغه راز د کنددهار افغان او کلتوري بهير رنګين او ځلاند وساتي . او دځوان ادابي قشر د تنوير په لاره کي يي ددوي صادقانه او مخلصانه خدمت له هيڅ چا پټ نه دي .
ددوي دشهادت او زموږ ټولو څخه په جسمي لحاظ تګ د خورا وير او غم حالت رامنځ ته کړ او په حقه سره ويلاي سو چي ددوي تشه او فزيکي خلا نه جبرانيدونکي ضايعه ده . موږ په دغه وير کي د دوي له ټولو متعلقينو او دوستانو سره يو ځاي ځان شريک بولو دوي ته د جميل صبر غوښتنه کوو او دشهيد بابي ارواح خوښه او خوشحاله غواړو .