دارواښاد مجیدبابي په مړینه د کاناډا دولس خواخوږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33369
دربار
دخبریدو نیټه : 2010-02-25

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ د ريس د ترور په اړه په کندهار کي د کاناډا نماينده  بيانيه
په کندهار کي د کاناډا نماينده  بن روزويل د کندهار د اطلاعاتو اوفرهنګ د ريس دترور په اړه نن لاندي بيانيه ور کړه.
 ”د ټولو کاناډايانو په نماينده ګي زه د حاجي عبدالمجيد بابي د فاميل وغړو او ملګرو ته مونږ د زړه له کومی خواخوږی وړاندي کوو“

”کاناډا دهغه عمل چي نن په کندهار کښی تر سره سو او د ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ د ريس مرحوم حاجي عبدالمجيد بابي ژوند يي واخيست په کلکه غندي. “
”هفه د اطلاعاتو او فرهنګ د رياست درمخه د ټولني د يوه عزتمنده غړي په حيث په کندهار کي د ښوونکي په صفت په نه ستړي کيدونکي توګه کندهاريانوته ښه تره خدمت کړي وو. “

”دغه غميزه پيښه موږ ته د افغانانو سره د کارکولو اهميت راياد وي چي ديو پايداره ، باامنه او د ديموکراسي ، بشري حقونو او د قانون د حاکميت پر اساسي ارزښتونو ولاړافغانستان په جوړولو کي مرسته وکړو. “