لوی کندهاره
ستا پر کورنن بیاد فرهنگ دښمنانودتیری په نامه یو بل هیواد پاله منور بچئ دمرگ منگولو ته وسپاره .
بلې په ډیر خواشیني سره مي پرون د اشنا تلویزون دخبرونو له لاري په کندهارکي داطلاعاتو او فرهنگ دمشر بابي دوژل کیدو خبرواوریدی.
ښې ویلي دي چي سل دي ومره خو یو دي مه مره که څه هم مادنژدي دهغه سره شناخت نه درلود خود هغه دفرهنگی او هیواد پالني سره دلر او بر او بینوا ویپانو له لاري اشنا وم په کندهار کي په تیرو اتو کلونو کي دا لومړۍ بله ډیوه نه ده چي دهیواد دښمنانو په لمسون مړه کیږي ددې مرموزو مرگونو تر شاه تور او ککړ لاسونه پیری پیری او په تیره بیا په دې راتیرو لسیزو کي په خورا مهارت د کندهار د وطنپالود نابودی لپاره کارول کیږي خودا توره وریځ دکندهار دشین اسمانه هغه وخت لیري کیداي سي چی دناپوهي په خوب ویده راویښ او خپل دوستان اودښمنان سره پرتله کي اودیو قوي موټ په شان دواقعي دښمن پر خوله گوزار وکي ځکه مکار دښمن مو. یو په بل سره وژني خو هیره دي نوي چي بابی او بابیان به هیڅ کله مړه نه وي دوی به دهمیش لپاره دخپل هیواد او هیوادپالو په زړونو کي ژوندي او تل پاتي وي .
زه دلوی خدای له دربار څخه د مرحوم بابي له پاره دجنت فردوس غوښتنه او دکورنۍ لپاره یې دتسلیت عرض لرم .