د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دخواخوږۍ پیغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33416
دارالانشآ
دخبریدو نیټه : 2010-02-27


په ډیرې خواشینۍ سره مو دمیرمن بهیر دفعالې غړې لیکوالې اوشاعرې سویتا دمړینې خبر ترلاسه کړ.
میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دپښتو ژبې ددغې تکړه لیکوالې خورد مړينې د خبر په اورېدو سره،د يو لوى ویر احساس کوي. الله پاک دې ور ته فردوس جنت په نصيب کړي .

 میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرد دوی دکورنۍ غړو،او دهیواد ټولوفرهنګیانوته د خپلې ژورې خواشینۍ او خوا خوږي مراتب  وړاندې کوي ددوى په غم کې ځان شریک بولي . دغې درنې خورته فردوس جنت او کورنۍ او خواخوږو ته یې دالله پاک په دربارکې د جمیل صبر دعا کوي.
                                                 د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر


یادونه:جنازه پرون خاورو ته سپارل شوې و فاتحه یې نن دارواښادې په کور کې دقرغي په فاملیو کې اخیستل کیږي ټولې خویندې دې خبرې وي.

داړیکو شمیره:۰۷۹۵۵۲۱۱۰۳