د سورغر دويمه ګڼه هم چاپ شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3344

دخبریدو نیټه : 2005-07-30

سورغر،

له كندهاره خپرېدونكې خپلواكه ټولنيزه، فرهنګي، اقتصادي او هنري اوونيزه ده چې دويمه ګڼه يې له چاپه راوتلې ده. دا اوونيزه له ګوتو په شمېر هغو څخه ده چې هره اوونۍ په ۸مخونو كې راوځي، چې ۴مخونه يې رنګه او څلور نور يې تور و سپين دي.

 اوس مهال په افغانستان كې ډېرې لږې اوونيزې په دې څرنګوالي چاپېږي. چاپشمېر يې ۵۰۰۰  ګڼې دى، چې پر افغانستان سربېره په نورو هېوادونو كې هم لوستونكي لري. او د يوې ګڼې بيه ۴ افغانۍ ښوول شوى دى.

په دې ګڼه كې پر سيمه ييزو خبرونو سربېره ځينې نړيوال مسايل، لكه د ښاغلي كرزي او بلېر تر منځ په لندن كې شوى تړون، نړيوال مهم خبرونه، ځينې سياسي شننې، د كندهار ځينې مهم ګزارشونه او نور مطالب راغلي دي.  

د سورغر مرستندويه اداره د اراكوزيا، افغان اعلاناتو فرهنګي څانګه ده. چې د اوونيزې څارونكى مدير عبدالاحمد محمديار، مسوول چلوونكى صالح محمد صالح او مرستيال يې حشمت ساحل دى.

د يادونې وړ ده چې سورغر اوونيزه پر كندهار سربېره، د روزګان، فراه، هلمند، زابل، غزني او ځينو نورو نژدې سيمو ټول مسايل په خپله لمن كې رانغاړي، چې موخه يې په سيمه كې د سمون راوستل، خلك اقتصادي پانګونې ته هڅول، د ټولنيزو، كلتوري او اقتصادي نيمګړتياوو او كميو ختمول دي.

د برېښناليك پته يې:

Surgar.weekly@gmail.com

فون شمېره:

009370323673

پته يې:

ملي ماركېټ، دويم پوړ، درېيم نمبر دفتر، د سورغر اداره، كندهار- افغانستان.