د شهيدبابي پر مړينه د ښاغلي فضل د خواشينۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33476
احمد لودين کندهار
دخبریدو نیټه : 2010-03-01

کندهار ته بيا آسمان په قهر سوى
بيا يې وريځو د سرو وينوو رنګ اخيستى


که څه هم زه له هيواده ليري په پردي ملک (اسټراليا) کي د مسافرۍ ترينګلي او ترخې شپې او ورځي تېروم، خو ساعت او ګړى د خپل هيواد له روانو حالاتو ځان باخبره ساتم، په ډېر تاسف سره بايد ووايم، چي په هيواد کي روان کړکېچ مي د ژوند خوند نور هم بد کړى دى او هغه وخت لا زيات خپه او خواشنى سوم، چي د کړېدلي کندهار د اطلاعاتو او کلتور د رئيس ارواښاد عبدالمجيد بابي د مرګ خبر مي واورېدئ. په دې ټول پوهېږي، چي راواښاد بابى يو پر هيواد مين او ملي شخصيت وو، خو دا هم بايد په ډاګه سي، چي د دا ډول ملي، فرهنګي او علمي شتمنيو ضاېع کېدل به هيڅکله هم ددې هيواد ملي او فرهنګي کاروان تم نکړي.
زه په خپل وار د هيواد دې اصل او مين شهيد ته د لوى څښتن له دربار څخه د فردوس جنت غوښتونکى يم، کورنۍ او بيچانو ته يې له ربه جميل صبر غواړم او لوى خداى ج ته خواصت کوم، چي نور دي دا ولس را پر ارامه کړي.
امين
په استرليا کي د افغانانو ټولني مشر
او د فوايد عامې پخوانى وزير عبدالخالق فضل