په خواشنۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چي د پرون په ځانمرګي ترورستي برید کي چي دترنک پر غاړه ترسره شوی دهغو مسافرو له جملې څخه چي ملکي وګړي وه او پاکستان ته په سفر روان ودځوان نابیغه شاعر ، لیکوال او ژورنالیست ښاغلي هارون حکیمي اکا په شهادت رسیدلی
انا لله وانا الیه راجعون
نه پوهیږم چي دافغانانو دا جنازی به کله پای مومي او کنه ، هره ورځ په یو نوي ویر کښېوتي یو ،چي یوه جنازه موخاورو ته سپارلې نه وي بله راته پریوزي . پرون که دبابي په ویرناست یو نو نه د هغو بې ګناه غیري نظامي مسافرو په غم غمجن یو . چي دتداوی له غمه پردي ملکوته په سفر روان و او ناځوانه بریدکونکي په نیمه لار نیمخوا له ځان سره یوړه .
دبېنوا پاڼي د ټولو هکارانو په استازيتوب د ښاغلي حکیمي او دهغه دکورنې سره په دې غم کي ځانونه شریک ګڼو او شهید ته د فردوس جنت غوښتونکي ی بیشکه چي الله تعالی دداسي کسانو سره دجنت وعده کړې ده .