د کابل بانک خبرتیا
د کابل بانک اداره غواړي چې افغان بزګرانو ته د پورونو په برابرولو سره د هغوي په کاروبار کې د ودې د رامنځ ته کولو لپاره له کروندګرو سره مرسته وکړي.
د دغه بانک یوه خبرتیا کاږي چې کابل بانک پلان لري له کروندګرو سره د زراعتي ماشن آلاتو، اصلاح شویو تخمونو، کمیاوې سرې، د مالدارۍ د ودې، د باغدارۍ د ودې، د چرګو د ساتلو د فارمونو، د اوبو رسولو د سیستمونو د جوړولو لپاره له کروندګرو او مالدارانو سره د لنډ مهالو او اوږد مهالو پورونو د برابرولو په برخه کې مرسته وکړي.
هغه کسان چې د پورونو د تر لاسه کولو غوښتونکي وې په خپل ښآر او یا ولسوالۍ کې د کابل بانک څانګو ته مراجعه کولای شي.