داستاد رشتين بابا ځانګړې پاڼه پرلیکه شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33552

دخبریدو نیټه : 2010-03-03

له ډيرې مودې راهيسې مې دا دزړه هيله او ارمان ؤ چې د رشتين بابا د پاره يوه انترنيټي پاڼه جوړه شي . خو د ډيرو مصروفيتونو له امله دا كار پاتې ؤ. يو څه موده د مخه ښاغلي سمسور حبيبي راته وليكل چې پښتو او پښتنو ته د پوهاند رشتين بابا د سترو خدمتونو د قدردانۍ او مننې په خاطر په نظر كښې لري چې د هغه په نامه يوه پاڼه جوړه كړي . زما ورواره غزن خان هم د پاڼې د جوړلو د پاره هڅې كولې. ما خپل وراره ته وويل چې " ته هم پاڼه جوړه كړه ، په دې كښې كومه خبره نشته خو زه ددې طرفدار يم چې ښاغلى سمسور حبيبي صاحب دې هم جوړه كړي ، رشتين بابا څرنګه چې اجمل خټك بابا ويلي دي د يو نغري ، د يوې كورنۍ ، د يوې قبيلې ، د يوې سيمې نه ؤ ، بلكې هغه د هرې كورنۍ ، هرې قبيلې او بيا په مجموع كښې د ټول پښتون قام د سر تاج ؤ . دا چې ما د سمسور صاحب خبره ومنله چې د پاڼې د جوړولو كار پر مخ بوځي ، ددې نه زما هدف دا ؤ چې رشتين بابا يواځې په خپلې كورنۍ پورې منحصر نه دى ، بلكې هغه د اجمل خټك خبره د ټولو پښتنو د سرتاج دى. رشتين بابا په ټولو پښتنو حقونه لري او ښايي چې ټول پښتانه په يو شكل او بل شكل د هغه د خدمتونو د حقونو يوه برخه ادا كړي. زه ډير خوښ يم چې د ښاغلي سمسور حبيبي په شان يو با احساسه پښتون دغه كار ته لاس واچو او د كوم احترام له مخې چې دى يې د پښتو ژبې او ادب ستر خدمتګار رشتين بابا ته په زړه كښې لري ، په يو ستر مسؤليت كې ځان شريكوي . زه له ټولو پوهانو ، ليكوالو ، شاعرانو ، اديبانو ، استادانو او د رشتين بابا له علاقه مندانو څخه په درنښت هيله كوم چې د رشتين بابا د پاڼې د ښګلې كولو او ښه كولو د پاره قلمي همكاري وكړي ، او د رشتين بابا په باره كښې خپلې ليكنې ، مقالې او اشعار دغې پاڼې ته د نشر دپاره وليږي. همداشان له ټولو درنو لوستونكو څخه هيله كيږي چې د پاڼې د لا ښه كولو د پاره خپل وړانديزونه راوليږي او مونږه ته مشورې راكړي. د رشتين بابا ويب پاڼه www.reshteen.com اړيكې : Admin@reshteen.com s.reshteen@gmail.com