د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د خواشينۍ پيغام
٢٠٠٥ کال ، د اګست ٢
جرمني ، د کولن ښار
په ډېرې خواشينۍ سره خبر شولو چې د افغانستان نوميالی ليکوال ، ژبپوه ، شاعر او ټولنيز شخصيت پوهاند ډاکټر حبيب الله تږی د سرطان په ناروغۍ پرون په امريکا کې له نړۍ سترګې پټې کړې .
انا لله و انا اليه راجعون
پوهاند تږی ، د کابل پوهنتون د پښتو څانګې له مخکښو استادانو څخه و . ګڼ شمېر شاګردان يې روزلي او اوږده کلونه يې د افغانستان د علم او کلتور د يو ريښتيني خدمتګار په توګه هلې ځلې کړې دي . دغه راز هغه يو داسې استاد او ليکوال و چې د اجتماعي شخصيت په توګه هم مطرح و .
د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه ، په داسې حال کې چې د دغه نوميالي استاد په مړينه خواشيني څرګندوي ، له دې کبله هم غمجنه ده چې ، د هغوی وروستی کتاب چې پر ختيځپوهانو يې ليکلی دی او د افغان هوتکي پاڅون د درې سومې کاليزې په وياړ همدا اوس د دې ټولنې له لورې تر چاپ لاندې دی ، د هغوی پر ژوند چاپ نه شو او اوس به يې له مړينې وروسته خپرېږي .
موږ په داسې حال کې چې د استاد تږي کورنۍ . شاګردانو ، د آثارو مينه والو او د علم او کلتور د لارې افغانو لارويانو ته د زړه صبر غواړو ، هغوی ته د لوی خدای له درباره د بخښنې دعا کوو او د ناچاپو آثارو د زر تر زره چاپ هيلې يې څرګندوو .
اروا دې يې ښاده وي .
د ټولنې د مشرتابه جرګه