عزرائيل يو ځل بيا دپښتوژبې دجونگړي در وازه ور وټکول !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3359

دخبریدو نیټه : 2005-08-03

 

چه  پيدا شوې تا ژړل خلکو خندا کړه              داسي ومره چي ته خاندې خلک ژاړي

 

د ارواښا د حبيب الله تږي  دمړيني په مناسبت په سويډن کې ددوستۍفرهنگې ټولني دمشر تابه جرگې دغم شريکۍ او خواخوږۍ  پيغام !

 

په زياته خواشنۍ سره  مو خبر تر لاسه کړ چې دافغانستان مشهور  او پياوړې اديب ، ژورناليست ، ليکوال   ،شاعراو فرهنگې څيرې  حبيب الله  تږی  دپنځه اوياکالو په عمر نن دروان      2005 زکال داگست دمياشتي په دوهمه نيټه  له فاني دنیانه د تل لپاره سترگي پټي کړې . 

انالله وانااليه راجعون

 

مرحوم تږۍ صاحب دخپل عمر په اوږدو کې زموږ په هيواد کښي دپښتو ژبي ، ادبياتو او ژورناليزم په برخه کي نه هېرېدونکي  خدمتونه سرته رسولي  دي . هغه سربيره پر دې چي  دکابل پوهنتون دادبياتو په فاکولته کښي  يې افغاني زلمي روزلي او په پښتو ټولنه کښي يې دپښتو ژبي په اړوند څيړنيز  علمي کارونه سرته رسولي  دمهاجرت په شرايطو کښي يې هم د پښتو ژبي د پياوړتيا او غښتلتيا په لار کي ستر کارونه ترسره کړي دي . نوموړي استاد ډير  علمي او ادبي اثار ليکلي او زيات شمير يې له نورو ژبو نه  پښتو ته ژباړه لي دي .

 

  دا لوي استاد دامريکا ږغ راډيو دپښتو ژبي دپروگرام دپيل يو له مبتکرينو او بنسټ ايښوونکو څخه ؤ .      تږۍ صاحب   په ټول هيواد کې ديو سپيڅلی فرهنگي ،ا دبي شخصيت او وتلي ژورناليست په څير پيژندل شوې څيره  وه ،  دخپل ژوند په ټوله دوره کښي يې يوازنۍ ارزو او غوښتنه د افغان ولس ښيرازي او په گران هيواد افغانستان کښې ددموکراسۍ اوټولنيزعدالت پلي کول وه .

 

تږۍ صاحب هغه ستر شخصيت ؤ چي هميشه يې تلاښ کاوه تر څو نورافغان زلمي هيواد ته  د فرهنگي اوملي چوپړ په روحيه ورزي  .پر هغه خپل وطن تر بل هر ځاي گران واو پر خپله سپيڅلې خاوره يې دپرديو مداخله نشوه منلاي او دپرديو له مداخلو او لاس وهنو سره يي بر بنډه مبارزه کول  ، هغه  په جهاد کي  دسياسي تجارت اودځينو لخوا په دولت کې  لوړو څوکيو دترلاسه کول  په خاطر دتلاښونو سره مخالف و  او تل به يي ويل :  هر افغان حق لري په جهاد کي برخه واخلي  مگرپه جهاد کښي دهر سړي موثريت او رول دهغه  دشخصيت په اندازه دۍ  .  هغه له خپل مسلک او ريشتې سره سخته علاقه درلودل ، دژوند تر ورستيو شيبو پوري يې دژورناليزم او ليکنو کارته په نه ستړې کيدونکې توگه دوام ورکړ  .

 

مرحوم تږۍ صاحب  هغه څوک ؤ چي  دسپينو او رښتنيو دريځونو له مخي  يې د ريالستيکو ادبياتو پر بنياد  دپښتو ژبي او افغاني کلتور د غنااوټولنيز  ژوند دريښتني انعکاس په بر خه کې تر ډيرو زيات زيار ايستلۍ او پدي لار کښي يي  د زحمتونو او کړاونو په گاللو سره دټولو افغانانو په منځ کښي دروندمقام تر لاسه کړۍ دۍ .

 

د ارواښاد تږۍ صاحب په  ابدي رخصت اخيستني سره به ز موږ دهيواد په فرهنگي او ادبي جونگړه کښي د هغه ځاي تر زياتې مودې خالي  پاته وې ، هغه ولاړ ولي خاطرې يې ژوندۍ پاته دي .

 

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگې ټولني مشرتابه جرگه او ټول غړي پداسي حال کې  چي  د ارواښاد تږي  صاحب مړينه دهيواددکلتوري او ادبي ژوندلپاره  لويه او جبران نه کيدونکې  غميزه بولي ،  ځانونه د دغه ادبي شخصيت او وتلي ژورناليست  دکورنۍ د ټولو غړو ، دهغه مرحوم د دوستانواو مينه والو سره  په دغه ستر غم کي  شريک بولي  ،او دلوي خداي له دربار نه ټولو ته د  صبر  غوښتنه کوي .

 

د استاد تږی  صاحب روح دي ښاد وي

 .       ددوستۍ فرهنگې ټولنې دمشرتابه  جرگې په استازيتوب

حبيب الله       غمخور