په خواشينۍ سره د بېنوا فرهنگي ټولني او ښكلا مجلې ادارې ته خبر راورسېدى چي افغاني ټولنه له يوې بلي لويي او پخې علمي او فرهنګي سټې ( ارواښاد ډاكټر حبيب الله تږي) له بركتناك او درانه وجود له نعمته بې برخي شوه.
انا لله و اناليه راجعون
موږ د اروا ښاد ډاكټر (تږى) دا ابدي بيلتون د افغاني ټولني و علمي او فرهنګي كړيو ته يو خورا دروند او نه جبرانېدونكى ګوزار ګڼو، خپل ځانونه د دوى له پتمني كورنۍ او ټولنو ، افغان ليكوالو او پوهانو سره په دغه لوى ناورين كي گډ ګڼو.
د لوى الله(ج) بډاى دربارته د فقر لاسونه كجكولوو چي زموږ دغه ستر انسان له ټولو تلليو هستيو سره و بخښي او د دوى بركتونه د خواري او ځپلي افغاني ټولني پر اسكېرلو فرهنګيانو او پوهانو باندي و وېشي
امين يا رب العالمين
۱۲\۵\۱۳۸۴
بېنوا فرهنگي ټولنه_ كندهار