دخوشال دفرهنګي ټولنې دغمرازۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3368
خوشال فرهنګي ټولنه - کابل
دخبریدو نیټه : 2005-08-03

 

د پروفيسور عبدالخالق رشيد راليږنه –

 

دپښتو ژبې داستاد اوليكوال پوهاند حبيب الله تږي

دخواشينوونكې مړينې له امله

دخوشال دفرهنګي ټولنې دغمرازۍ پيغام

كابل _ افغانستان

 

په خواشينۍ سره موخبرترلاسه كړ چې دهيواد نامتوټولنيز شخصيت ، ليكوال اوژبپوهاند ارواښاد تږي هم له نړۍ سره خداى پامانې وكړ اوپښتوژبه يې يوځل بيا په خپل ويركښېنوله .

لوى اوبخښوونكى خداى يې د وبښي .

پوهاندتږي دافغانستان دتاريخ اوادب په اوسنۍ دوره كې له هغوګوتو په شمارليكوالو اوفرهنګيانوڅخه و، چې دده نوم د عصري علمي ميتود لوژۍ ، نوې ژبپوهنې اوعلمي كره كتنې له څيړنواومطالعاتو سره ملګرى دى .

 ددموكراسۍ په لسيزه كې پوهاند تږى يوله هغو منورينو څخه و، چې دهيواد روڼ اندو اوملي پالو ډلو دده پرليكه دافغانستان د پرمختګ اوودې په لور ګامونه پورته كول ، په دې مانا چې دكابل پوهنتون دخپل وخت له هغو خوله ورواو ملي پالو استادانو څخه و، چې دزړه له كومې يې په ترقۍ ، پوهې اوفرهنګ باندې باور درلود اودخپلو نوښتي نظرياتو اوڅيړنولاره يې داسې علمي لاره غوره كړي  وه چې له دوديزوڅيړنوڅخه په تمامه مانا بيله اوپه نوې ميتودلوژۍ باندې ولاړه وه . دپښتوژبې له پاره په تيره د نوې ژبپوهنې دبنسټونو په برخه كې دده څيړنې په ځانګړې توګه ديادونونې وړدي، دى لومړنۍ ژبپوهاند وچې دپښتوژبې اوګرامر ليكنه يې لويديزوعلمي ټولنوته  په انګريزې ژپه كې وړاندې كړه اوپه خپل وخت كې يې دكابل پوهنتون په پښتوڅانګه كې خپلې څيړنې دويې پوهنې اوپه تيره (پښتوفعل ) په اړه په خورا مسلكي توګه ترسراوعملي كړې . هغه برسيره پردې چې زموږ دنويو ژبپوهانو په ډله كې نوميالى و، دنوې پښتوكره كتنې له نومياليوبنسټوالو څخه هم و، دهغه يولړليكنې په ديرشمه اوڅلوئښتمه ليسزه كې په پښتونوې كره كتنه كې په تيوريكي لحاظ ځانګړى ځاى لري . برسيره پردې دى دپښتولنډې كيسې له نومياليوڅخه هم و، دده يوشميرلنډې كيسې د ديرشموكالونو په ترڅ كې دپښتولنډې كيسې له معياري بيلګوڅخه دي .

دشپږمې لسيزې په پيل كې دافغانستان د ناورين پيل تږى هم دې ته اړيوست چې له هيوادڅخه ووزې  سره له دې چې كلونه كلونه په امريكاكې پاتې شو، خوخپل خلك ، تاريخ اوادب اوپښتوژبه يې ترې په يوه خوا پاتې نه شول ،اونه هم  لاس ترزنې ورته كيناست . ده په دغه موده كې هم په پښتواوانګريزې ژبو آثاروليكل اودخپلې ژبې دتدريس اوتعليم په كاركې يې رغنده برخه واخيسته، پښتانه نومې اثريي دتاريخ ليكنې اودتحقيق دځانګړې ميتودله مخې يوبې مثاله اثردى .چې تږى اودده علمې تنده دڅيړني دتګلاري  په وړاندې په ډاګه كوي . خودريغه چې نن موږ ټول دخپل دغه نوميالي استاد په ناڅاپې ويرباندې ور واوښتواومرګ له موږ څخه دهيواد په سختوشپوورځوكې يووړ. اوپښتومورديوه بل زوى په ويرهم وژړل ...

دخوشال فرهنګې ټولنې لارښوده شورا ،افغانستان ولس په وړاندې ددغه نوميالي پوهاند مړينه يوه لويه علمي غميزه بولي ، په هيوادكې دنته اوباندې دده شاګردانو ، كورنۍ اودافغانستان اوجهان علمي اواكاديميكوټولنوته چې دپوهاند تږي له نامه اوعلمي هڅوسره اشنادي ،د خواشينونكې مړينۍ له امله خپله ژوره خواخوږي څرګندوي اوده ته له پاك خدايه دجنتونوهيله كوي .

استاد تږيه ، نوم دتلپاتې اوتنده دې دلوى څښتن په ديدن اولورينې ماته !

 

دخوشال فرهنګي ټولنې لارښود ه شورا

نصرالله حافظ دخوشال فرهنګي ټولنې مرستيال