ویب لاګ جوړونه – لومړی مطلب

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33699

دخبریدو نیټه : 2010-03-09

 

 

مخکي له دې چي دویب لاګ جوړولو په هکله څه ولیکم  ، غواړم هغه  اصطلاحات او لغتونه چي دویب لاګ جوړولو  په وخت کي کاریږي او یاهم تاسو ورسره مخامخ کیږئ ، درته چمتو کړم ، او دهغې نه وروسته به دویب لاګ جوړولو بېلابېلي طریقې دهمدې ویب پاڼي لخوا تاسوته چمتو کړم .

 

 

ویب لاګ پوري اړوند اصطلاحات او لغتونه

 

Affiliate Advertising   :

تعریف :

    د تبلیغاتو یا تجارتي خبرتیاوو یوه برخه ده ، چي پکي دهغو اشخاصو او شرکتونو خبرتیاوي پکي خپرېږي چي د بعضو شرکتونو او اشخصاصو لخوا وبلاګ ډیزاینوونکي ته ورکول کیږي ، چي  لامله ئې د منظم مهال وېش له مخي د اعلان د خپرېدو په بدل کي پیسې تري اخلي .

دبېلګي په توګه :

دهوائي خدمتونو شرکت یو اعلان و یوه ویب لاګ (یاهم یوه ویب سایټ ) ته ورکوي ، هرکله چي یو یوزر دغه اعلان کلیکوي او دهوائي خدمتونو دشرکت  درسمي ویب پاڼي څخه یو تکټ اخلي ،نو دهر تکټ په بدل کي به هوائي شرکت هغه ویب لاګ (یا هم ویب سایټ ) ته  ټاکل سوې اندازه امتیاز ورکوي .

 

Archives:

تعریف  :    

دویب لاګ یوه برخه چي پکي پخوانۍ لیکني  او نور مواد خوندي کیږي ، آرشیف (Archives) عموماً دنیټې له مخي راځي ، یعني دهري میاشتني لیکني دهغې میاشتي په نوم راځي ، خو بعضي ئې بیا د لېبلونو ، څآنګو او پيوندونو له مخي اودل سوي وي .

 

 

Backlink:

 

تعریف :

که تاسو خپل بلاګ په Blogger.com کي جوړکړئ ، نو هغه لینکونه چي له نورو ویب لاګونو څخه چي په Blogger.com کي جوړسوي او ستاسو دویب لاګ په یوه برخه (عموماً دنظریاتو برخه ) کي بعضي پيوندونه ئې  کارول کیږي ، هغه ته Backlink ویل کیږي .

 

Blog Host:

 

تعریف :

هغه کمپنۍ چي دبلاګونو لپاره خپل سرور  کي فضا برابروي ترڅو خلک ورڅخه دبلاګ جوړوني  لپاره کار واخلي .

اکثره بلاګ هاسټ کمپنۍ دوه مهم کارونه کوي ، یو داچي وړیا فضا برابروي او بل دویب لاګ جوړولو لپاره بعضي سافټ وېرونه چي هرڅوک وکولای سي په ډېري آسانۍ سره تري ګټه واخلي .

 

دغه اصطلاح د Blog Service Provider په نوم هم یادیږي .

 

Blog:

تعریف :

یو ویب سایټ چي مسلسل مطالب  پکي خپرېږي   .

Blog د Weblog او Web Log په نوم هم یادیږي .

 

Blogger:

تعریف :

هغه شخص ته ویل کیږي ، چي ویب لاګونه لیکي او یائې جوړوي .

 

Blogging Software Provider:

تعریف :

هغه کمپنۍ چي د بلاګ جوړلو لپاره بېلابېل سافټ وېرونه جوړوي او تري حفاظت کوي .

دغه سافټ وېرونه بیا د Blogger یا بلاګ جوړونکي لخوا دویب لاګ جوړولو لپاره کارول کیږي .

مشهور بلاګ سافټوېرونه په دې ډول دي :

ورډ پریس          (WordPress)

بلاګګر                (Blogger)

 ټایپډ                  (Typead)

مويبل ټایپ    (Moveable Type)

لایف جورنال  (Live Journal)

اوداسي نور ...

 

Blogsphere :

تعریف :

دپرلیکه سویو بلاګونو ټولنه او هغه  خلک چي ویب لاګونه لیکي (جوړوي) .

 

Blogroll:

تعریف :

دلینکونو یو لست چي دبلاګګر (Blogger) لخوا دیوه ویبلاګ په ښي او یا هم کین اړخ کي لګول کیږي .