د رشاد خپرندويه ټولني د خواخوږۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3370

دخبریدو نیټه : 2005-08-03

 

په ډېره خواشيني مو خبر تر لاسه كړ چي د پښتو د فرهنګي هسك څخه يو بل ستورى هم ولوېد.

ارواښاد ډاكټر حبيب الله تږي يادوو !

ارواښاد تږى د پښتو د مقتدرو ليكوالو له جملې څخه يو هغه و چي كله په هيواد كي دننه و او يا هم د پردېسۍ په چاپېريال كي يې د ژوند شپې او روځي سبا كولې خپل ټول ژوند يې د پښتو د خدمت لپاره وقف كړى و.

 پښتو او پښتانه به تر ډېره د خپل دغه خواخوږي او حقداره ليكوال  د زيار او زحمتو مرهون وي، او د سپېڅلي خداى له لوى درباره به هغوى ته په فردوس جنت كي د اوچت مقام غوښتنه كوي.

انا لله و انا اليه راجعون

 

رشاد خپرندويه ټولنه _ كندهار