په لومړي ځل د روان کال د جولای په میاشت کې د افغانستان د کرکټ د شپاړس کلنو تنکیو لوبډله د اسیا د کرکټ د شورا یا ای سی سی په چیلنج کپ کې برخه اخلي له همدې امله د افغانستان د کرکټ خپلواک بورډ د مارچ له اوولسمې تر نوولسمې د جلال اباد په ښار کې ددې لوبډلې د جوړولو په موخه له هغو لوبغاړو چې کرکټ یې کړی وي او وړتیا یې لري ازموینې اخلي او په ټرایيل کې یې شاملوي.
د کرکټ خپلواک بورډ له ټولو هغو چې عمرونه یې له شپاړسو کلنو ټيټ او یا شپاړس کاله وي غوښتنه کوي ترڅو پدغه ټراییل کې برخه واخلي ترڅو بورډ و کولای شي یوه ښه، تکړه لوبډله جوړه کړي، دغه ټراییل د جلال اباد ښار د ساینس او ټکنالوجۍ د پوهنتون په شرقي اکاډمۍ یا د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړي هستي ګل عابد په اکاډمۍ کې اخیستل کیږي.
د شپاړس کلنو د چیلنج کپ ۲۰۱۰ کال د جولای په میاشت کې په مالیزیا کې ترسره کیږي چې افغانستان هم په همدې سیالیو کې برخه اخلي له چیلنج کپ دوه لوبډلې ایلیټ کپ ته لاره مومي، دا لومړی وار دې چې د کرکټ اسیايي شورا د افغانستان شپاړس کلنو ته پدې سیالیو کې د لوبېدو وخت ورکوي.
د رسنیو له درنو همکارانو د همیشنۍ مرستو په لړ کې دا ځل بیا هم غوښتنه کوو ترڅو دا خبر هغو ته چې غواړي د شپاړس کلنو لوبډله کې ولوبیږي ورسوي.