دپښتو رسنیو په ډګر کي (سیمه ) له چاپه راووته

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33999
خالد هادي
دخبریدو نیټه : 2010-03-18

د پښتو ژرنالیزم په اسمان کي سیمه  د یو نوي ستوري په څیر خپل ځان په لومړي ځل دپښتو رسنیو په مدار کي داخل کړ . سیمه په سیمه کي  د سیمي پښتنو ته د سیاسي او علمي شعور ورکولو په موخه د ټکړه ژورنالیست سید عبدالله نظامي په زیار او نوښت  تازه له چاپه راووته .


دسیمي په پاڼو کي ئې ددې مجلې په اړه داسي لیکلي دي :
((سيمه)) خپلواکه مهالنۍ ده ډير مطالب يي سياسي رنګ لري اورزموږپاليسي داده چې دجګړيزوسيمو دخلکو غږ ورسوو په لروپروتوسيموکې دروانې جګړې په پايله کې هغه څه چې پيښ شوي اوله نورو رسنيو پاتې وي خپروو
ددولت اووسلوالو اوبهرنيو ځواکونوله لورې شوې تيروتنې راپور کوو
دسياسي چارو له کارپوهانوسره مرکې لرو اونور
لڼده داچې ټوله په همدې مسايلوراڅرخي  اوله نورمجلو موپه همدې لږه لاره جدا شوې اوپه دې کې موموخه داده چې په پښتنو سيمو کې دجګړې په زيان او قربانيانو خلک خبرشي .


د یادولو وړ ده چي دامجله په شخصي لګښت چاپ کيږي اويوشميرخبريالان ملګري ورسره  مرسته هم کوي
د سیمي د اوږده ژوند او لاغوړیدا په هیله .