په ډېري خوښۍ سره خبردرکوو،چي په هرات ولايت کي مېشتوفرهنګي ملګرو هوډکړی ترڅو د«هريوا په لمن کي» پسرلنۍادبي مشاعره جوړه کړي. د دې له پاره چي د هيواد په دې سيمه كي دفرهنګي ځوانانو آواز لا پياوړى سوى وي او د پښتوکلتورد واكمنۍ پر لور مو خپل يون جاري ساتلى وي، له هغو شاعرانو څخه چي دهرات ښارته نژدې اوسي په ډېر درنښت هيله كوو څو په دغه پسرلنۍ مشاعره کي ګډون وکړئ او د ښکلو شعرونو په لوستلو او اورېدلو سره خپله پېرزوينه راباندي ولوروئ.
ستاسو د پېرزويني په تمه
راځئ ! چي زړونــه ورته کښېږدو د ګلونو پرځاى
ســــــبا بــه وايي چـي انصاف په پښتنو کي نــه وو
نېـټـه :د زيارت (پنجشنبې)ورځ چي د ۱۳۸۹ کال دوري له پنځم(۵)تاريخ سره سمون خوري
وخـت: دماسپښين له دوو(۲)بجوڅخه ترپنځو(۵) بجو
پتـــه : نانونيټ دفتر،د فوائد عامې رياست ته مخامخ، مخابرات واټ،هرات ښار
په درنښت