توکیو: د ۲۰۱۰ کال جاپانې ملکه غوره سوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 34462

دخبریدو نیټه : 2010-04-05

میرویس جلالزی

د جاپان دولتي تلویزیون ان اچ کې نن خبر ورکړ چې د دغه هیواد په کچه د ښکلا ملکه له یو لړ سختو سیالیو وروسته غوره شوه.

دغه نجلۍ جوهیون نومیږي او د ۲۲ کالو ده .

د جاپان د ښکلا پیژندونکو د ادارې یوې غړې چې د ملکې د موندلو په سیالیو کې یې د حکمې رول لوباوه وویل چې  پیغله هیون د ټول جاپان په تناسب ښایسته اندام  او ښکلې قیافه لري.