په لوګر كې د دې ولايت (لوګر فرهنګي ټولنه) غواړي د عبدالله صادق د دويمې شعري ټولګې (مسافر مه وژنې خاونده) د مخكتنې غونډه جوړه كړي، چې دا غونډه د دې ولايت په مركز كې جوړېږي او دا په دې ولايت كې له لومړنيو فرهنګي غونډو څخه ګڼل كېږي، څو ورځې وړاندې په دې ولايت كې د بهايي جان په باب غونډه رابلل شوې وه، چې تر غونډې وروسته د نوموړي شاعر د زيات پر جوړونې هم كار پيل شو.
عبدالله صادق ځوان شاعر دى چې د دويمې شعري ټولګې د مخكتنې دا غونډه راروانې شنبې ته رابلل شوې چې د ماسپښين پر ۲بجو به پيلېږي او تر ماښامه به روانه وي.
لوګر فرهنګي ټولنه ټولو فرهنګپالو ته بلنه وركوي.