سمنګانو ته نوی والي واستول شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 34722
عبدالغفار پوپل
دخبریدو نیټه : 2010-04-13

د سمنګانو ولایت نوي والي خیرالله انوش نن سه شنبې(دوري ۲۴مه)  په رسمي توګه په یاد شوي ولایت کې  خپل کار پیل کړل.
نومړي د یوې غونډې پرمهال خلکو ته د وینا پرمهال ژمنه وکړه چې  دي به هیچاته هم وخت ورنه کړي څو له  قانون څخه سرغړونه وکړي، او که چیرې په خپلو ژمنو کې پاتي راغي له دندې څخه به لاس پر سر شي .
ښاغلي انوش د جنبش اسلامي ګونډ غړي دی چې تر دې وړاندې یې د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوال په توګه دنده ترسره کوله .