د غمشریکی پیغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 34917

دخبریدو نیټه : 2010-04-20

د غمشریکی پیغام


په خواشینی سره مو خبر تر لاسه کړ چی په جنوب ختیځ زون کی د سولی او ملی پخلاینی د کمیسیون مشر مولوی حبیب الله منګل له خپلو څلورو تنو ملګرو سره په داسی حال کی چی د عمری له حج نه بیرته راستنیدل د ترافیکی پیښی له امله شهیدان شول .


انا لله و انا الیه راجعون


نوموړی له تیرو اتو کلونو راهیسی په جنوب ختیځ زون پکتیا ، پکتیکا ، خوست او غزنی کی د سولی او ملی پخلاینی د کمیسیون مشر وو

والي  جمعه خان همدرد  او د پکتیا ټول ولس  د ده په مړینه ځان غمجن بولی او دده مړینه نه یوازی لویی پکتیا بلکه د ټول هیواد په کچه یوه ستره ضایعه بولی

د پکتیا ولایت مشر تابه ده  ته د فردوس جنت او دده دوستانو او کورنی ته  د جمیل صبر غوښتنه کوی .

روح دی ښاد وی

روح الله سمون
د پکتیا ولایت مطبوعاتی دفتر