په لندن کې د ایران د سفارت په وړاندې د لاریون خبرتیا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 34988
حبیب زی
دخبریدو نیټه : 2010-04-22


په ایران کې  دافغانانو د غیر عادلانه ډله ییز اعدام په ضد د په لندن کې د ایران د سفارت په وړاندې د لاریون خبرتیا

 درنو ملګرو ،موږ د خپل ژوند تر ګردو بد خبر واوریده. دایران د ظالم رژیم له خوا د  ۴۴ بیګنا افغانانو اعدامولو موږ ډیر ولړزولو. د ایران حکومت د ډله ییزه اعدامونه لړۍ تر ۴۴ پورې نه ده محدوده کړې بلکې غواړي چې له ۳۰۰۰ ډیر افغان کډوال پرته له کومې محاکمې  اعدام کړي.  ایا هلته کومه محاکمه ترسره شوې ده؟ ایا ددغو ۳۰۰۰ کسانو ګناه څه ده؟ ایا دغو ۳۰۰۰ افغانانو د ایران پر حکومت کودتا کوله ،که د ایران امنیت ته یې خطر جوړ کړی وو؟ دا ملکي خلک به د یو اژدهار په مقابل کې څه وکړی شي؟ خو دا ایران دی چې دغه ملکي او بیګنا مساپر په ډله ییزه توګه پرته له کومې محاکمې اعداموي او ددوی په هیواد کې ډول ډول لاسوهنې کوي. په جزايي سیسټم کې اعدام تر ګردو بده سزا ده. ډیری هیوادونه په دې یوه خوله دي چې د اعدام سزا باید بنده شي. د بشري حقونو ټولنو له دې مخکې هم له  ایران څخه ددغسې جنایتونو خبرونه خپاره کړي دي. زموږ د هغو ۴۴ کورنیو لپاره چې ایراني ظلم او تیري له کبله یې ژوند په غم بدل شو، موږ د صبر غوښتنه کووو او دوی ته ډاډ ورکوو چې د عدالت د راوستلو لپاره به خپلې هڅې روانې ساتو. موږ پر حامد کرزي او دده پر حکومت غږ کوو چې د ولس په وړاندې حقیقت مه پټوی. په افغانستان کې پر نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول پر برتانیا  او متحدو ایالاتو غږ کوو چې د ایران د زورزیاتي او ظلمونو مخه  ونیسي کنه نو دافغانانو احساسات ښايي د ایران په ضد راوپاریږي.
په انګلستان کې زموږ  پوهنتون او له پوهنتونه بهر موږ افغانانو پریکړه وکړه چې د ۲۰۱۰ کال د می د میاشتې پر لومړۍ نیټه په لندن کې د ایران د سفارت په وړاندې د ایران د حکومت دظالمانه چلند په ضد خپل انزجار او کرکه وښيو او له نړیوالې ټولنې وغواړو چې پر ایران فشار واچوي چې دغه وژنې بندې کړي.  موږ په برتانیا کې له ټولو افغانانو څخه هیله کوو چې په دې لاریون کې ګډون وکړي او د خپلو افغانانو ژوند وژغوري.
ددغه لاریون  انتظام په انګلستان کې د پوهنتون زده کونکو حنا کرګر او لیدا فروغ له خوا کیږي او په سلګونو نورو افغانانو چې پخپل هیواد یې زړه سوزیږي د ګډون ډاډ ورکړی دی. نو ټولو هیوادوالو  څخه چې په برتانیا کې اوسیږي هیله کوو چې د می د میاشتې په لومړۍ نیټه له ۱۲ بجو څخه تر ۲:۳۰ بجو پورې د لندن په ښار کې د ایران د سفارت په مخکې راټول شي او د ایران د حکومت هغه ظالمانه او غیر انساني چلند وغندي چې په هغه هیواد کې یې د افغان کډوالو په ضد راخیستی دی. موږ افغانان یووالي ته اړتیا لرو او موږ باید د ایران په څير ظالم ګاونډیان پرې نږدو چې زموږ پر هیواد او هیوادوالو ملنډې ووهيي.
په دې مظاهره کې مو خپل ګډون دې شمیرې ته په ټلیفون کولو سره ډاډه کړی :
 ۰۷۵۰۴۳۹۵۲۷۷
دلاریون ځای او ادرس په لاندې ډول دی:

16 Prince's Gate
London SW7 1PT

وخت : د برتانیا په وخت د غرمې له ۱۲ بجو څخه تر ۲:۳۰ بجو پورې