د پښتو ژبپوهانو څخه - پوښتنه او غوښتنه!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 35003
محمدسرور وکیلي
دخبریدو نیټه : 2010-04-23

ښاغلو د پښتو ژبو پوهانو! سلامونه مې ومنی !
ستاسو د پښتو ادب او لیکدود مقالې چې په بېنوا او لراوبر ویبپاڼوکي خپرې شوي ما پخپل کمپیوتر کي دکتاب په ډول ( لاندي ئي دسرلیکونو لیکلړ وګورۍ!) را غونډي کړي . که خدای (ج) وکړه یو کتاب به په نامه د (د پښتو لیکدود د مقالو کتاب ) چاپ کړم . که ستاسو مقالو لیکونکو ښاغلولیکوالانو اجازه وي .
نو وماته زما په لاندي برېښالیک سره که چیري تاسوته تکلیف نه وي اړیکي ونسۍ . په ادبي درناوۍ

محمدسرور وکیلي
زما برېښنالیک : (ms.wakili@yahoo.de)

د سر لیکونو لیکلړ
شمېره د مقالو سرلیک لیکوال
۱:- راسئ چي پښتولیکنه تصحیح او معیاري کړو ګلبدین حکمیار ۲:- ادب «ژبه-لیکدود-املا . . پر ژبه په تاند کي تودبحث معصوم هوتک ۳:- « « « « « پر(ژ- ږ) او (ش - ښ) باند معصوم هوتک ۴:- د پښتو ژبي لیکنه اوستونزي محمدسرور وکیلي ۵:- پر (له) او (او) باندي رڼا اچول اسدالله غضنفر ۶:- جلاوطن ځوان پښت ته د مورنی ژبي ښوونه د ژبښووني د بنسټونو په رڼا کې پوهاند دوکتور م . ا. زیار ۷ :- ژبي ته د منطق، بیا د تاریخ له مخي کتنه محمدسرور وکیلي ۸:- پښتو یي ګاني ( ی، ي، ې، ۍ، ئ ) معصوم هوتک ۹:- د پښتو ژبي ادب محمد سرور وکیلې


دغه مقالې د بېنوا او لراوبر ویبپاڼو نه اخستل سوي دي