دبينوا فرهنګي ټولنې(کندهار) دوه مياشتنۍ خپرونې ښکلا نوې ګڼه (کب – وری، پرله پسې شپاړسمه ګڼه) له چاپه راووته .
ښکلا مجله په افغانستان او ټوله نړۍ کښي دټولو پښتنو لپاره په پښتوژبه هغه يوازنۍ فرهنګي، او ټولنيزه خپلواکه او ناپېيلې مجله ده چي په کندهار کښي دبېنوا فرهنګي ټولني له خوا په هيواد کښي دننه او دهيواد څخه بهرد درنو او پر خپل هيواد او فرهنګ مينوپوهانوليکوالانو او لوستونکو په قلمي همکارۍ په هرو دوو مياشتو کي خپرېږي ،همدارنګه بېنوافرهنګي ټولنه ټولودرنو هيوادوالو ته هغه کـــه په هيواد کښي دننه وي که بهر زيرئ ورکوي چي دښکلا مجله به هرهغه هيوادوال ته چي دګډون او تر لاسه کولوغوښتنه يې وکړي، په هيوادکښي دننه به د ټولني له خوا او بهر( په اروپا اوامريکا کښي ) دبېنوا فرهنګي ټولني اوښکلا دمجلې دڅانګو په مرسته ورته وخت په وخت رسيږي . موږ دګران هيواد فرهنګ ، خوږې ژبي دپرمختګ او ځوان نسل دافغاني ذهنيت دروزني دې کارته په ډېرولږوشتو( امکاناتو ) اوږه ورکړې ده ، نوله دې کبله دهرنوي ګډون کوونکي ګــــــــــــــــــــډون کولو اوهرهغه افغان ته چي دخپل هيواد او کلتور سره دميني پر بنسټ زموږ سره په دې کار کښي همکاري او بې له شرطه مرسته کوي په ورين تندي ښه راغلی وايو مرسته يې په ورين تندي منو او دا د د کلتور او ژبي د پرمختګ او سيالۍ په لاره کښي يو پر ځاي ګام بولو. په درنښت : د ښکلا مجلې اداره کندهار- ا فغانستان
دهوسۍ مجلې نوې ګڼه (دويم کال پنځمه ګڼه ،غبرګولی – چنګاښ ، پرله پسې يوولسمه ګڼه) په ښکلې پښتۍ په ۹۲ مخوکې له چاپه راووته .
ايا د هوسۍ ملګرتيا کوئ؟
هوسۍ له افغانستان څخه دننه خپرېدونکې يوه خپلواکه، ناپېيلې، کلتوري، ټولنيزه او ادبي دوه مياشتنۍ مجله ده، چې په هېڅ ګوند، سازمان او ارګان پورې اړه نه لري. د دې خپرونې موخه د افغاني ويجاړ کلتور بيارغونه، د ملي يووالي ټينګښت او د ملي ګټو خوندي کول دي.
که څه هم په هېواد کې زياتې خپرونې شته، چې اکثره خو يې زيات مالي امکانات او نورې اسانتياوې هم لري، خو هوسۍ په لږو امکاناتو او په نشت حساب وسايلو سره خپرېږي، له دې کبله يې اداره وياړي، چې تر اوسه يې چا ته د مرستې لاس نه دی وراوږد کړی او نه يې هم کومې ټولنې، موسسې او ارګان ته تمه لرلې ده، ځکه چې هوسۍ د ځوانو فرهنګپالو په قربانۍ او مېړانې سره خپرېږي.
هوسۍ د نړۍ هرې برخې ته لېږل کېږي، که تاسې په هر هېواد کې ياست، په خپل ګډون سره د هوسۍ هره ګڼه پر خپل وخت ترلاسه کولای شئ. موږ د نړۍ په ځينو هېوادونو کې خپل استازي لرو، چې تاسو ته دا مجله دررسولای شي
که د هوسۍ ادارې ته خپل نظر، وړانديز يا نيوکه رالېږئ، د برېښناليک پر لاندېنۍ پته اړيکي ونيسئ:
hoseyjournal@yahoo.com
تاسې د برېښناليک پر دې پته خپلې ليکنې، شعرونه او نور خپرنيز توکي هم رالېږلای شئ. دغه راز مو په کابل کې د ګرځنده فون شمېره ده: 009370200067
او که چېرې د ليک له لارې تماس ساتئ، نو پوستي پته مو دا ده:
پوسټ بکس شمېره 633، مرکزي پوسته خانه، کابل.
په امريکا کي زموږ پته ده :
Khalid Hadi
Afghan photographer
P. O. Box # 4051
Schenectady-New York 12304
USA
Tel: 518-542-8482
او په اروپا کي زموږ پته ده
Abdullah Ehsan
TIRANAPLANTSOEN, 149
2034TM HAARLEM
THE NETHERLANDS
FAX, 0031 (0) 23 540 31 29
که زموږ سره خپلي فرهنګي اړيکي ټنګي وساتئ
اداره به مو منندويه وي.