دميدان ځوانانودټولنې خواخوږۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 35253

دخبریدو نیټه : 2010-05-04

داپه يـــاددمـــحـبـت درســره واخـــله
دژوندون شمعه به مړه وي موږبه نـه يو
په دېرې خواشينۍ سره موخبرترلاسه كړچې دهېواد دوه ځوانان شاعران اوقلم وال ورونه هريو انجینيرعبدالقديرتعليميار او سيدزمان قسمت دشهادت جام نوش کړی او له  فاني نړۍ څخه سترګې پټې اودنيايي ژوندته يې دتل لپاره دپاى ټكى اېښی دی.
انالله و انا اليه راجعون
دميدان ځوانانودټولنيزې،ادبي اوكلتوري ټولنې مشرتابه په دغه سترويركې ځان ددوي له کورنیو سره شريك بولي،ارواښادو ته دلوي خداى (ج) له دربارڅخه فردوس جنت او پاتې شونوته يې دجميل صبر غوښتنه کوي.
څومره ظالم يې مرګه دومره صبرهم نكوې
چې يې دزړه ناغوړېدلې هيلې وغــوړېږي
په خواخوږۍ
انجینیر همت الله امين زى
دميدان ځوانانودټولنيزې،ادبي اوكلتوري ټولنې مشر