په خواشينۍ سره خبر سوو چي د افغانستان د معارفو د ډګر تکړه، پیژندلی او منلی شخصیت (الحاج مدیر محمد نبي خان) تر اوږدې ناروغی وروسته د ثور پر ۲۶ مه دسهار پر پنځو بجو په کابل کي د ۸۶ کلو په عمر له دې فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړې.
انالله و انا الیه راجعون
ارواښاد محمد نبي خان خپل ټوله ژوند د افغانستان د ځوانو نسلونو د ښووني اوروزني په چوپړ کښي مصرف کړی و. نوموړي ارواښاد تر پايه ځان د خپل ولس او وطن څخه و نه سپماوه. خدای بخښلی مدیر صاحب یو ډېرمهربانه ، اجتماعي، پاک، حوصله مند، پر وطن مین عالم او فاضل عالي انسان و، چي ځای به يې ښايي تر ډېرو کلونو پوري خالي پاته وي.
موږ پداسي حال کي چي د قادر خالق (ج) څخه ورته د جنت الفردوس دعا کوو ، د کورنۍ ټولو غړو ته يې د خپلي خواخوږۍ مراتب وړاندي کو. دا زموږ دټولو ګډ غم دﺉ.
رحمن څښتن (ج) دي مدیر صاحب ته جنتونه ور په برخه کړي. آمین
په درناوي