دخواشینۍ خبرتیا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 35721
عبدالرحمن الفت( محمودي)
دخبریدو نیټه : 2010-05-23

 

ګرانو ورونو السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
په ډیره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړچې  د پامیر د هوای شرکت د الوتکې دتیرې اونئ د  راغورځیدلو په پیښه کې د چپرهار د درې یو تاند ، څپاند ، علمي او ټولنیزې څیرې نجیب الله (( محبوب)) د اجل داعي ته لبیک وویل او د تل لپاره یی ددې فاني دونیا څخه سترګې پټې اود شهادت لوړ مقام ته ورسیده، روح دې ښاد وي او یاد دې د تل لپاره پا تې وي . انا لله وانا الیه راجعون. 

نجیب الله محبوب  د خواجه محبوب ځوی د خواجه ګانو د قریې اوسیدونکی وو، تر ماسترۍ پورې زده کړي کړی وي د عمر ډیره برخه یی به پاکستان تیره کړې وه ، اوس مهال د کندوز په ولایت کی د جی ټی زیډ د  نړیوالې موسسې سره  په دنده بوخت وه .
د چپرهار د دری ټول با درده خلک  په ځانګړې تو ګه د چپرهار د ولسوالۍ د محصلینو علمي او پرمختیایی ټولنه  د نجیب الله محبوب د کورنۍ سره پدې لوی غم کې ځان شریک ګڼي اود لوی څښتن په دربارکې د مرحوم د کورنۍ لپاره د صبرجمیل او اجرعظیم غوښتونکي دي او د نجیب الله محبوب مړینه یوه ملي او نه جبرانیدونکې ضایعه ګڼي