دعلامه حبيبي دسلمې کليزې په اړوند علمي سيمينار

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 35746

دخبریدو نیټه : 2010-05-24

د علامه عبدالحی حبيبي (رح( د زېږېدو د سلمې کليزې په اړوند علمي سيمينار جوړېږي
د روسيې د پتربورګ په ښار کې د بهير ادبي او فرهنګي خپرونې پرېکړه کړې ده د 2010 زېږديز کال د مۍ دمياشتې په 29 نېټه د سيمې د ستر څېړونکي، پياوري ليکوال ، شاعر، ستر استاد ارواښاد علامه عبدالحی حبيبي صېب د زېږېدنې د سلمې کليزې په وياړ يو نړيوال علمي سيمينار جوړ کړي.
د سيمينار د لا ښکلا او پياورتيا په موخه افغان فرهنګيان، د حبيبي صېب د اند او تخليقاتو مينه وال، کولای شي، په سيمينار کې په لاندې پته ګډون وکړي او يا هم خپلې مقالې ، شعرونه ، پېغامونه زموږ په برېښنايي پته راوليږي

پته: کوڅه ګروخوايا 41 د ګريباييدوف کتابتون دويم پوړ
برېښنايي پته: shakir44@hotmail.com
ګرځنده ټېلېفون: 007950017563
د بهير د ادارې مشر---انجنيير سيدالله تڼی
مرستيال:شاکرالله خټک