له ښاغلي محمد صادق ژړک سره د خواخوږۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 36102
عبدالرحيم هلال
دخبریدو نیټه : 2010-06-05


 په خواشينۍ سره مو  خبر ترلاسه کړ چې د  پښتو ادبي غورځنګ د مشر او د پښتو ژبې د تکړه ليکوال او شاعر ښاغلي محمد صادق ژړک  پلار په حق رسېدلی او له دې فاني نړۍ يې سترگې پټې کړي دي.

انا لله وانا اليه رجعون

موږ له دروند او منلي محمد صادق ژړک او د هغه له درنې کورنۍ سره په دغه غمجنه او خواشينوونکې پېښه کې خپل ځانونه شريک بولو. مرحوم ته د لوی څښتن تعالی څخه د بښنې او اعلی جنتونو او هم يې کورنۍ او دوستانو ته د صبر جميل غوښتنه کوو. پاک رب دې هغه مرحوم وبښي. اروا يې ښاده او ياد يې   ژوندی.

عبدالرحيم هلال، پېښور