نظامي ته زرغون مډال ورکړل شو!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 36111

دخبریدو نیټه : 2010-06-05

نظامي ته زرغون مډال ورکړل شو!

رغاند

 د غبرګولي پرڅوارلسمې د کونړ په قبايلو رياست کې لسګونه ليکوالو د ښه ژونالېست او ليکوال سيدعبدالله نظامي سادات د ناول(خبريال)مخکتنه وکړه.

دا غونډه چې سمبالښت يې کونړ فرهنګي يون کړى و،تر تلاوت وروسته يې پيل او پرانېسته سترليکوال استاد محمد آصف صميم وکړه.

استاد صميم د دې ترڅنګ چې د نظامي خبريال وستايه،ويل يې په يوه درې اړخيزه مورچه کې اېسار دى،يادښت ليکوال لېوال صيب(خبريال)ناول نه دى ګڼلى،ليکوال بياهمدا نوم ورکړى او لوستوال به ښايي ډېر په دې پريکړه کې لارورکي اوسي.

استاد صميم همدا شان نظامي وستايه چې په دومره عمر يې داسې اثر پنځولى او هيله يې وښوده چې د ده داسې نورښه اثاربه لولي.

بياد علومو اکاډمۍ غړي استادعبدالقيوم زاهد مشواڼي خپله ليکنه او ويناکې د نظامي د پېژندنې خاطرې يادې او په چټکۍ سره يې په فرهنګي ډګر کې پرمخ تلل شوى وباله،مشواڼي صيب د نظامي پرناول(خبريال)هم خپلو اوږدو خبروکې ځينې ژبنۍ خواوې چې د ده په اند نېمګړې وې،يادې کړې.

بياارشادرغاند خپله ليکنه کې اوسني ناول ليکوال په دوو برخو وېشل شوي وګڼل چې په خبره يې لومړنۍ يې مسلکي پوهه لري  خو حالاتو سره د جوړجاړيو له امله پر افغان ناورين سترګې پټوي او دويمه يې د نظامي په شان ليکوال دي چې د تيوريکي پوهې کموالي سره،سره اخلاقي مسوليتونو ليکوال کړي.

رغاند د څو ټکو په يادولو سره چې د ده په اند نېمګړتياوې وې،د نظامي ناول په دې وستايه چې پر افغان ولس د نړيوال ناتار يوه مهمه برخه انځوروي.

وروسته شعېب غروال،خيبرډګر،عبدالحليم همت،شېرزمان،نعمت الله کرياب،انجينربانډه وال او ځينو نورو خپلو ليکنو او  خبروکې د نظامي د دې زيار ستاينه وکړه.

په غونډه کې عبدالله نظامي ته په امريکاکې د نورټلويزون لخوا د فعالو ژونالېستيکو هڅو په وياړ يې د زرغون په نامه را استول شوى مډال او ستاينليک ورکړل شو.

سيدعبدالله نظامي چې په ختيز کې د الجزيرې نړيوال ټلويزون خبريال  دى،پخوا يې هم ګڼو رسنيو سره کارکړى او د يوه ښه ژونالېست په توګه پېژندل کېږي،دى څو،څو وارې د جګړه کوونکو غاړو لخوا وهل شوى او ټکول شوى هم دى.

د ده يوه شعري ټولګه(دومره مې ژر له ياده ونه باسې)څو کاله وړاندې خپره شوې وه.

د هېرولو نه ده چې اوسنى کتاب يې(خبريال)له ننګرهاره د نجيب الله نايل په مشرۍ ناګارخپرندويې ټولنې د خپل اووم خپرنيز اثر په توګه چاپ کړى.