د سولې بنسټونو د سرپرستې کمیټې اعلامیه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 36186

دخبریدو نیټه : 2010-06-08

د کوچیانو او هزاره وروڼو قومونو د وروستۍ ستونزې په اړه د افغانستان د سولې بنسټونو د سرپرستې کمیټې اعلامیه

د ۱۳۸۹لمریز کال د غبرګولي پنځمه ، مرکزي دفتر ،کابل

لکه څرنګه چې ګران هیوادوال خبر دي ، په دې ورستیو ورځو کې ، د هیواد په ځینو مرکزي سیمو کې ، د کوچیانواوهزاره وروڼو قومونو ترمنځ د ځمکې او څړ ځایونو د ملکیت په باب یو څه ستونزې او شخړې را پیدا شوې دي. دا مسَله د افغانستان د سولې بنسټونو د سرپرستې کمیټې په نوبتي او کاري غونډه کې مطرح او له هراړخیز غور او بحث څخه وروسته لاندې اعلامیه د رایو په یووالي تصویب او پریکړه وشوه ، چې رسنیو ته دې د نشر لپاره وسپارل شې :

(کوچیان او هزاره ګان د هیواد د نورو وروڼو قومونو په څیر سره وروڼه او د پیړیو په اوږدو کې یو د  بل تر څنګ اوسیدلي او ګډ ژوند یې سره کړی دی؛ د هیواد د خپلواکي ، ملي واکمني او خاورې تمامیت څخه یي په ګډه دفاع کړې او د هیواد په غم او ښادۍ کې یي په ګډه برخه اخستې او دادی تر نن پورې رارسیدلي دي .

دا طبیعي او عادي خبره ده ، چې د وروڼو او ګاونډیانو تر منځ په بیلابیلو وړو-ځیګو خبرو اومسّلو د نظریاتو او دریزونو تر منځ توپیر ،اختلاف اویا ټکر پیښ شي . د اندیښنې او تشویش وړ خبره داده ، چې ځینې افراد ، اشخاص ، کورنۍ او بهرنۍ کړۍ غواړي دا عادي ستونزه ډیره پیچلې او ناسور ټپ ځینې جوړ کړي ؛ بهرنیو لاسوهنو او تبعیضي چلند ته لاره هواره کړي آن تر دې چې د کوچیانو او هزاره ګانو دواړو قومونو ځینې غیر طبیعي او نامنهاده مشران هم غواړي، له دې عادي او طبیعي ستونزې څخه د ځان او اړونده کړیو په ګټه سیاسي ګټه پورته کړي .

د افغانستان د سولې بنسټونو وړاندیز دادی ، چې دافغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې دې ، ددې ځانګړې ستونزې د حل لپاره ځانګړې محکمه اوناپییلې جرګه جوړه شي او نړیوال څارونکي دې هم ټول بهیر له نژدې څخه وڅاري .ځانګړې محکمه او ددې تر څنګ ناپییلې جرګه دې ، د تاریخي ، شرعي ، حقوقي او ټولنیزومنل شوو دودونو په پام کې نیولو سره د دواړو خواووټول اسناد ، شواهد اومدارک مطالعه او وڅیړي؛ ددوی شفاهي خبرې او دلایل دې په غور سره واوري او په پای کې دې د بشپړ عدالت اوانصاف په پلوی پریکړه وشي. دولت او دولتي مقامات دې ، د کلیمې په رښتونې مانا خپله بې طرفي وساتي. او ددې هڅه دې نه کیږي ، چې په اوبو کې لوټه ږدي اوځینې تیریږي.

                                                                                                    په درناوی