دننګل کورنۍ لخوا د جنازې او فاتحې خبرتیا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 36192
هادي
دخبریدو نیټه : 2010-06-09


 د استرالیا په سیدني کې میشت ، متقاعد ډګروال محمد هاشم منګل ، شاه ولي منګل او عزیزمنګل ورونه، اباسین منګل، پکتین منګل او الحاج عبدالمتین منګل زامن ، انجنیر محمد عیسی منګل ، انور خان منګل او انجنیر میرویس منګل وریرونه ، ډاکتر قاسم منګل او ډګروال شیرمحمد خان منګل د تره زامن ، ډاکتر حبیب الله احمدزی او ډاکتر امان الله احمدزی اوښي ،د ولسي جرګې د مالي چارو ریس محمد صالح زرمتی د خورزې میړه ، جګتورن زلمی خان ګردیزی خوریی او د ارواښاد اجیرخان منګل پاتې کورنۍ ، د جګتورن الحاج محمد نعیم منګل د مړینې له امله دوستانو ته خبر ورکوي چې ، د ارواښاد جنازه کابل ته تر لیږدولو وروسته ، د جمعې پر ورځ ، چې د روان کال د جوزا د میاشتې له یوویشتمې نیټې سره سمون خوري ، د ماسپښین پر یوه بجه ، د شاه شهید مینې له لومړي سړک نه اخیستل کیږي او د جمعې  تر لمانځه وروسته یې د جنازې لمونځ د کابل په عیدګاه جومات کې ترسره کیږي ، او په شهدای صالحینو کې د دوی په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل کیږي .
د ارواښاد  د نارینه وو فاتحه د راتلونکې اونۍ د شنبې پر ورځ چې د جوزا د میاشتې له دوه ویشتمې نیټې سره سمون خوري ، د ماسپښین له یوې نیمې بجې نه تر درې نیمو بجو پورې د کابل په عیدګاه جومات کې او د ښځو فاتحه پر همدې ورځ او وخت د شاه شهید مینې په لومړي سړک کې د دوی په کور کې اخیستل کیږي .

 لا زیاتو مالوماتو له پاره له لاندې تیلیفون شمیرو سره تماس نیولی شئ :
 کابل : ۰۰۹۳-۷۹۶۴۰۷۰۶۰ – او ۰۰۹۳-۷۸۶۷۶۰۵۵۵
 استرالیا :  ۰۰۶۱-۴۱۰۵۴۱۴۶۸