له ډنمارک څخه د خواخوږۍ پیغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 36336
یوسف هېواددوست
دخبریدو نیټه : 2010-06-15


په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هېواد یو تن  خدمتګار بچي علاقه دار  عبدالعزیز خان شینواري په حق رسېدلی  او له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړي دي ( لوی خدای دې ښه جنتونه ور په برخه کړي ) .           موږ په داسې حال کې چې له  ګرام ورور او د هېواد پخواني او تکړه ژورنالست ښاغلي شاولي قرار او د شینواري صاحب  د کورنۍ له نورو غړو سره خپله غمشریکي څرګندوو  ، دوي ټولو ته د زړه صبر او خدای بښلي علاقه دار صاحب ته د جنتونو هیله کوو . الله مو له نورو غمونو وساته   . 
د خپلواکۍ له فرهنګي مرکز څخه :