د ښکلا مجلې اولسمه ګڼه چاپ شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3644

دخبریدو نیټه : 2005-09-15

 

 

( ښکلا ) د بېنوا ویبپاڼي تر څنګ  د بېنوا فرهنګي ټولني د دوې مياشتنۍ کلتوري او ټولنيزي خپروني نوم دی چي راتلونکې مياشت به درې کلنه کيږي .

نوموړې خپرونه د افغانستان څخه د باندي په عربي هيوادونو ، اروپا ، امريکا ، کاناډا ، برتانيه ، او استراليا کي هم لوستونکي لري . او همدا ډول وخت په وخت د هيواد د پېژندل شويو ليکوالو ، شاعرانو ، او پوهانو ارزښتناکي ليکني ، پوهنيزي څېړني ، اود افغانستان سره تړلي بېلابېل او په زړه پوري  مالومات په پښتو ژبه خپروي .

مينه والو ته یې زيری ورکوو چي ديادي شوي مجلې پرله پسې اولسمه له چاپه راوتلې ، او په نژدې راتلونکو ورځو کي به ټولو ګډون کوونکو ته ورسيږي .

د يادوني وړ ده چي ښکلا د نړۍ په هره برخه او هيواد کي ګډون کوونکي مني ، او ښکلا ورته رسوي . که غواړی په خپلو ليکنو ، ژباړو ، او کيسو ښکلا لا ښکلې کړی يا يې ګډون کوونکي شی او مجله د خپل کور پر پته ترلاسه کړی ، نو د ښکلا په اړه نور مالومات ، د ښکلا د ترلاسه کولو پتي ، او ګډون پاڼه له دې ځایه ترلاسه کړی .

 

خوري رمې به د غزل د غزلانو

د ښکلا د هسي وږي زمري وار دی