د خواشینۍ پیغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 36487
انجنیر عبدالقادر مسعود
دخبریدو نیټه : 2010-06-23


په   ډیر  ژور خپګان  او تا ثر سره  خبر شوم، چې  زموږ   د هیواد  د موسیقې  په  ډګر کې نامتو،  پیاوړې ، تکړه ،مجرب اوښه هنرمندارواښاد رحیم مهریار چې دخوږ او په زړه پورې آواز خاوند و، د اوږدې ناروغی له  امله له دی فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګی پټې کړی .
 ( اناالله واناالیله راجعون )         

زه  نه یوازی چې د ده  روح ته دعا کوم  بلکې په دغه غمیزه کې ځان  شریک بولم، او دارواښاد رحیم مهریار کورنۍ او د ده محترمی میرمنې پرستو او د ده د هنر مینه والوته جمیل صبر غواړم . خدای پاک  ده  دی  وبخښي  او  د  ده  ښکلې سندرې  او ترانې  ده   د تل  لپاره  زموږ  د موسیقې په تاریخ کې ژوندې او ښیرازه لري .                                                                                       

په ډیر درنښت