پـــــــــرخــــــــــــه
دا د هغې خپروني نوم دی چي د څو تنو هيواد مينو له خوا د هيواد په ملي رسمي ژبه د بلخ له ولايت مزارشريف څخه خپريږي .
پرخه په دې وروستيو کي له ټولو هغو ستونزو سره چي پرخه او چلوونکي يې ورسره لاس او ګرېوان دي يو کلنه شوه . ځينو بهرنيو موسسو په لومړيو کي د پرخي په خپرولو کي مرسته وکړه ، خو د وروستيو مالوماتو له مخي هغه مرستي يا په ټپه درېدلي او يا هم کمي شوي دي .
پرخه يوازنۍ پښتو خپرونه ده چي له يوه داسي ولايت نه خپريږي چيري چي په وروستيو کلونو کي نه يوازي پښتو بلکي پښتانه هم په بېلو نومونو او بهانو ځورېدلي ، له کورونو په زور ايستلو ته اړ شوي او مالونه يې ترې لوټ شوي دي . خو :
پرخه لا بيا هم د څو ننګيالیو ځوانو ليکوالو او شاعرانو په همت له چاپه راوزي ، د پرخي چلوونکي دا توان نه لري چي د خپل کلتوري چوپړ ، لاسته راوړنو او په هغه لار کي ستونزو او کړاوونو څخه د هيواد په ګوټ ګوټ او نړۍ کي خپل مينه وال خبر کړي . بېنوا ويبپاڼي خپله ملي دنده وبلله چي ( پرخه ) د انټرنټ نړۍ ته ننباسي ترڅو لمن يې پراخه ، ترسرحدونو بې وېزې تېره شي ، او خپل د خوښۍ پيغامونه د دردونو په نغمو کي ددې ژبي د هر خواخوږي تر کوره ورسوي .
پرخه د افغانستان د يوه لرغوني ولايت او د پښتنو له تاريخي ټاټوبي خپريږي ، د پرمختګ په لاره کي يې لاسنيوی وکړی ، او له حاله يې ځان خبر کړی .
پرخه له دې ځايه ولولۍ او يا د بېنوا ( د رسنيو ځنځير ) له لاري که غواړی مخامخ د پرخي له ادارې سره اړيکي ټينګ کړی پر دغه شمېره زنګ ووهی 009370833338 برېښناليک پته : parkha_biomonthly@yahoo.com
پرخه دي ځلانده وي