مننه اوکورودانى دشهیدجمیل صالحي دکورنۍ لخوا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 36785
حاجي نوراحمد قرانمل
دخبریدو نیټه : 2010-07-04


روښانه ده چي  دژونديو موجوداتو لپاره مړينه يو حتمي پديده ده او يوازي الهي  ذات الله لدې پديدې خلاص دى  الله (ج) پخپل سپېڅلي کتاب کي دژونديو اجسامو دمړيني په اړوند ډېر څه بيان کړيدي پر همدې بنسټ څه چي الله له خپل لوري دموجوداتو په مقدراتو کي ور ليکلي دخپل عقيدتي مسئوليت پر اساس هر څه منو موږ يو ځلي بيا ددې تقديري پرېکړو په لړ کي دا ځلي جميل احمد صالحي له لاسه ور کړ هغه صالحي چي لو ى الله ته په عبادت او بندګي کي سر ټيټۍ ، په شرعي اساساتو کي ښه لمونځ ګذار ، په طريقت کي يو ځوان صوفي ، کورنۍ او دوستانو ته په خدمت کي سر لوړى ، په دفتر او وظيفه کي يو ښه مدير او بلاخره په شاعرانه اړخ کي دګل ما ما (محمد ګل ګلبيدار) موريد چي تل ټه يې د(راسه که مين سردي خم کړه معشقو لره ) (چي دشپې توره کېږدۍ کوچيانو کوچ کړه    سهار ګاه سپينه خېمه اسماني راغله ) په بېتونو  دهغه ياد سادته

موږ به دهغو درنو مينه اخلاص ، ستړيا هيره نکړو چي دشهيد صالحي دتدفين ، فاتحې او .... کي يې زموږ سره ګاللي دي
دزړه له کومي مننه چي زموږ سره مو دشهيد صالحي دغمرازۍ په اړند خپل درد را سره شريک کړي دي

په درنښت
دغيري دولتي ،تجارتي بنسټ  افغان يو نايټد فاونډېشن دبشري منابعو مدير